لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصدارتي ټاکنو په رانزدې کيدو دواړو کانديدانو په يو بل نيوکې کړي


 ديو نوي ملي پول ترمخه په لمړي ځل دريپبلکن ګوند صدارتي کانديد ډونلډ ټرمپ ته ديوې نکتې برتري ترلاسه شوې ده.
ديو نوي ملي پول ترمخه په لمړي ځل دريپبلکن ګوند صدارتي کانديد ډونلډ ټرمپ ته ديوې نکتې برتري ترلاسه شوې ده.

امریکا کې صدارتي ټاکنو ته ديوې اوونۍ څخه هم کم وخت پاتې شوى او دنظرپوښتنې جايزو کې ددواړو صدارتي کانديدانو ترمينځ دسختې مقابلې هيله ده.

ديو نوي ملي پول ترمخه په لمړي ځل دريپبلکن ګوند صدارتي کانديد ډونلډ ټرمپ ته ديوې نکتې برتري ترلاسه شوې ده.

داى بي سي نوي ملي نظرپوښتنه کې ټرمپ ته شپږ څلويښت فيصده او هيلري ته پينځه څلويښت فيصده پواينټونه ترلاسه شوي دي.

ډيموکريټ کانديدې هيلري کلنټن دفلوريډا ډيډ سټي سيمه کې يو لاريون ته دوينا په مهال دټرمپ لخوا دهغې داي ميلونو په معامله دشوې نيوکې نيغ په نيغه ځواب ورنه کړو خو وې ويل ټرمپ دزنانه ؤ په اړه دسپکاوي په بيانونو زيات وخت صرف کړى.

کلنټن دشورو په ورځ ايروزونا ته ځي کوم چې په روايتي توګه دريپبلکن يو قوي ملاتړى رياست ګڼلى شي، خو دغلته دهسپانوي کسانو دمخ په زياتيدونکې شميرې او کډوالو په اړه دټرمپ دبيانونو په تناظر کې به هيلري دغلته دخپلې ځايې جوړولو هڅه کوي.

ټرمپ دشورو په ورځ فلوريډا کې دريوو مختلفو لاريونو ته وينا کوونکى دى.

پنسلوينيا کې خپلو پلويانو ته دوينا په مهال ټرمپ ويلي دي که چرې هغه صدر منتخب شي نو داوباما کير په توګه دپيژندل کيدونکي روغتيا ديو قانون منسوخيدو لپاره به دکانګريس دځانګړې غونډې غوښتنه کوي.

هغه دغه پروګرام ړنګولى ګرځولى او اراده يې څرګنده کړې چې يوه نوې منصوبه به وړاندې کوي.

د وفاقي پلټنيزې ادارې ايف بي ايي مشر جيمو کومي تيره اوونۍ اعلان کړى و چې دهغه ايجنټان دهيلري دنوو اي ميلونو جاج اخلي ، کوم چې هغې دخارجه وزيرې په توګه دحکومتي چارو لپاره دشخصي اي ميل سروس دکارولو په ترڅ کې کړي وؤ.

ټرمپ دې لړ کې خپلو پلويانو ته وويل دهغه مخالفې کانديدې باور او ايمانداري بايللې ده.

ډيموکريټ کانديدې هيلري کلنټن دصدارتي ټاکنو څخه څو ورځې دمخه دکومي اعلان پارونکې ګرځولى و.

صدر اوباما داوهايو کولمبس سيمه کې دهيلري کلنټن يو مهم ته وينا کې په ټرمپ نيوکه کړې ده.

اوباما ويلي دي دټاکنو په ختميدو ديو شخص کردار نه بدليږي،هغه پيشينګويي کړې چې که چرې ټرمپ (صدر)ټاکل کيږي نو هغه به دزنانه ؤ او سپينه ماڼۍ کې دکارکوونکو هم هاغسې سپکاوى کوي لکه څنګه چې هغه دخپل مهم په مهال کړى دى.

امريکا کې صدارتي ټاکنې په اتم نومبر ترسره کيدونکې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG