لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:سمندري جهاز کې دچاودنو له امله دمړو شميره ١٨و ته رسيدلې


 دشورو په سحر دترلاسه شوو اطلاعاتو ترمخه تراوسه په اور مکمله قابو نه ده موندل شوې.
دشورو په سحر دترلاسه شوو اطلاعاتو ترمخه تراوسه په اور مکمله قابو نه ده موندل شوې.

دپاکستان دبلوچستان ساحلي ښار ګډاني کې دخام تيلو سپلايي کوونکي يو سمندري جهاز کې دلګيدلي سيلنډر دچاوديدو له امله شوو چاودنو او داور لګيدو پيښه کې دمړو شوو کسانو شميره ١٨و ته رسيدلې او خواوشا ٥٠ نور ژوبل شوي دي.

دشورو په سحر دترلاسه شوو اطلاعاتو ترمخه تراوسه په اور مکمله قابو نه ده موندل شوې.

دغه پېښه دنهې په ورځ ګډاني کې موقعيت لرونکي دخام تيلو سپلايي کوونکي يو سمندري جهاز ماتولو په مهال دې کې د نصب سلنډر دچاوديدو او ګيس ډکيدو له امله اور ولګيدو او داور لګيدو څخه وروستو جهاز کې په دمې دمې سره دچاودنو لړۍ پيل شوه.

دچارواکو وينا ده ژوبل شوي خواري کښ دعلاج لپاره دحب او کراچۍ روغتونونو ته رسول شوي دي، داور لګيدو له امله دژوبل شوو زياترو کسانو حالت نازک ښودلى شي او دانتظاميې وينا ده چې دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.

دبلوچستان دجنوبي ضلعې لسبيلې ساحلي ښار ګډاني جنوبي اسيا کې دسمندري جهازونو ماتولو لپاره مشهور دى او دټولې نړۍ بيلا بيلو هيوادونو څخه دغلته سمندري جهازونه دماتولو يا شپ بريکنګ لپاره وروړل کيږي.

دپېښې په اړه دګډاني يو سيمه ييز افسر بشير احمد مُندراني امريکا غږ ته ويلي دي سيمه ييزو روغتونونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.

دهغه وينا وه داور دلوړو لمبو له امله امدادي کار او جهاز کې دګيرو کسانو راويستلو کې ستونزې پېښې دي.

دانتظاميې ترمخه دتيلو وړونکي دغه جهاز کې دګيس بيلا بيلې سلنډرې نصب وي او پکې دبې پرواهۍ له امله دغسې پېښې رامينځته کيږي.

ګډاني دکراچۍ څخه دخواوشا پنځوسو کلو ميټرو په فاصله موقعيت لري او دا دسيلګرۍ يو مقام هم دى، يو سيمه ييز اوسيدونکي محمد عالم جاموټ امريکا غږ ته ويلي دګډاني په ساحل زرو پورې کشتۍ ولاړې وي، سيمه کې دروزګار موقعې ډيرې کمې دي، ددغه ساحلي ښار ٩٠ فصده خلک ماهيان نيونکي دي.

ګډاني کې دماهيانو پاکولو دڅلويښتو څخه زياتې کارخانې دي چرته چې په زرګونو مزدوران کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG