لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې دالقاعده دنهو جنګيالو دوژلو دعوه


 دشيخو پورې خيروکي ماليا سيمه کې ترسره شوو عملياتو په مهال دترهه ګرۍ دمخنيوي دپوليسو دوياند ترمخه القاعده سره تعلق لرونکو جنګيالو په پوليسو ډزې کړي او ځوابي عملياتو کې ٩ ترهه ګر وژل شوي دي.
دشيخو پورې خيروکي ماليا سيمه کې ترسره شوو عملياتو په مهال دترهه ګرۍ دمخنيوي دپوليسو دوياند ترمخه القاعده سره تعلق لرونکو جنګيالو په پوليسو ډزې کړي او ځوابي عملياتو کې ٩ ترهه ګر وژل شوي دي.

دپاکستان دپنجاب ايالت شيخوپوره سيمه کې دترهه ګرۍ دمخنيوي پوليسو يوه نښته کې القاعده سره دتړلو نهو جنګيالو دوژلو دعوه کړې ده.

دشيخو پورې خيروکي ماليا سيمه کې ترسره شوو عملياتو په مهال دترهه ګرۍ دمخنيوي دپوليسو دوياند ترمخه القاعده سره تعلق لرونکو جنګيالو په پوليسو ډزې کړي او ځوابي عملياتو کې ٩ ترهه ګر وژل شوي دي.

دپوليسو وياند وايي پينځه ترهه ګر تيښته کې بريالي شوي او دهغوي دنيول کيدو لپاره هم سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړى شوي دي.

دسي ټي ډي دوياند ترمخه دوژل شوو ترهه ګرو قبضې څخه شپږ کلو بارودي مواد، څلور کلاشنکوفې، پينځه موټر سايکلې او نوره وسله ترلاسه شوې ده.

له دې وړاندې هم دچارواکو لخوا پنجاب کې دلسګونو جنګيالو دوژلو دعوې شوي خو ناقدين او مخالف ګوندونه پنجاب کښې دټولو ترهه ګرو په ضد پرته له کوم امتياز څخه دپوځي عملياتو پيل کولو غوښتنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG