لاس رسیدونکی لینک

جنوبي وزيرستان : بمي چاؤدنه کې پوځي افسر وژل شوى


کې دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ايي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان دجنوبي وزيرستان وانا سيمه کې دکورني جوړ بم يا( ايي اي ډي) چاودنه شوې چې پکې دميجر عمران په نوم يو فوځي افسر وژل شوے اؤ عسکر نور ژوبل شوي دي.

کې دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ايي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان دجنوبي وزيرستان وانا سيمه کې دکورني جوړ بم يا( ايي اي ډي) چاودنه شوې چې پکې دميجر عمران په نوم يو فوځي افسر وژل شوے اؤ عسکر نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبايلي سيمې جنوبي وزيرستان په وانا سيمه کې ديوې بمي چاودنې له امله دپاکستاني پوځ يو افسر وژل شوى او شپږ عسکر نور ژوبل شوي دي.

دې لړ کې دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ايي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان دجنوبي وزيرستان وانا سيمه کې دکورني جوړ بم يا( ايي اي ډي) چاودنه شوې چې پکې دميجر عمران په نوم يو فوځي افسر وژل شوے اؤ عسکر نور ژوبل شوي دي.

دسرچينو وينا ده چې دغه چاودنه درستم بازار ميرزاعالم مارکيټ کې ترسره شوې ده.

دپوليټيکل انتظاميې ترمخه دچاؤدنې څخه وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې امنيتي ځواکونه او دپوليټيکل انتظاميې چارواکي رسيدلي، دچاؤدنې څخه وروستو سيمه کې دلټونې عمليات هم ترسره شوي چې پکې دوه مشکوک کسان نيول شوي دي.

ددغه چاودنې ذمه واري په سمدستي توګه چا نه ده قبولې کړې خو له دې وړاندې دپاکستان قبايلي سيمو کې په پوځ دترسره شوؤ زياترو بريدونو ذمه واري پاکستاني طالبانو قبوله کړې ده.

دپاکستان پوځ دکال ٢٠١٤م دجون مياشت کې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دضرب عضب په نوم عمليات پيل کړي وؤ چې پکې دپاکستان پوځ د٣٥٠٠ؤ څخه دزياتو ترهه ګرو دوژلو او دهغوي دسلګونو ځالو دړنګولو دعوه کړې ده، خو دازادو سرچينو څخه يې پخلى نه دى شوى.

XS
SM
MD
LG