لاس رسیدونکی لینک

خېبرايجنسي : نښته کې ديو ترهه ګر دوژل کيدو دعوه


دامنيتي سرچينو وينا ده چې دجمرود په غونډي نومې سيمه کې دامنيتي ځواکونو يو کاروان تيريدو چې په دغه مهال پرې وسله والو ډزې پيل کړې

دامنيتي سرچينو وينا ده چې دجمرود په غونډي نومې سيمه کې دامنيتي ځواکونو يو کاروان تيريدو چې په دغه مهال پرې وسله والو ډزې پيل کړې

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبايلي سيمې خېبرايجنسۍ په جمرود تحصيل کې دامنيتي ځواکونو او وسله والو جنګيالو ترمينځ نښته شوې چې پکې ديو ترهه ګر دوژل کيدو دعوه شوې ده.

دامنيتي سرچينو وينا ده چې دجمرود په غونډي نومې سيمه کې دامنيتي ځواکونو يو کاروان تيريدو چې په دغه مهال پرې وسله والو ډزې پيل کړې،سرچينې زياتوي چې له بريد وروستو امنيتي ځواکونو هم سمدستي ځوابي عمليات پيل کړل چې پکې دنور محمد په نوم يو ترهه ګر وژل شوى دى، نور محمد په نوري هم شهرت لرلو، دوژلى شوي ترهه ګر څخه وسله هم لاسته راوړل شوې ده.

دازادو سرچينو څخه ددغه نښتې او پکې دترهه ګر دوژل کيدو پخلى نه دى شوى.

دغه نښته څو ورځې وروستو له هغې شوې چې هم په غوندي سيمه کې دپوليو په ډله دوسله والو بريد کې دپوليو يو کارکوونکى وژل شوى ؤ.

دپاکستان پوځ تيرو وختونو کې دلرې پرتې سيمې تيراه په ګډون دخېبرايجنسۍ بيلا بيلو سيمو څخه دترهه دختمولو دعوې کړي خو سيمه کې وخت په وخت دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه کيږي.

XS
SM
MD
LG