لاس رسیدونکی لینک

دافغان حکومت لخوا عملياتو کې د١٨ جنګيالو دوژلو دعوه


 دبيان ترمخه تير يو شواروز کې دغه عمليات دافغانستان په ننګرهار، پکتيا، قندهار، ارزګان، بادغيس، فراه، هرات، فارياب، بغلان، کندوز او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي دي.

دبيان ترمخه تير يو شواروز کې دغه عمليات دافغانستان په ننګرهار، پکتيا، قندهار، ارزګان، بادغيس، فراه، هرات، فارياب، بغلان، کندوز او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي دي.

دافغانستان ددفاع وزارت يو بيان کې ويلي دي دهيواد بيلا بيلو سيمو کې ترسره شوو عملياتو کې ديو تندروه کمانډر په ګډون دداعش اؤ طالبانو ١٨ جنګيالي وژل شوي دي، عملياتو کې يو افغان عسکر هم خپل ژوند دلاسه ورکړى.

دبيان ترمخه تير يو شواروز کې دغه عمليات دافغانستان په ننګرهار، پکتيا، قندهار، ارزګان، بادغيس، فراه، هرات، فارياب، بغلان، کندوز او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي دي.

بيان کې ويل شوي دي دداعش نهه جنګيالي دننګرهار ولايت په پچيروګام ولسوالۍ کې وژل شوي، عملياتو کې وسله او چاوديدونکي مواد هم قبضه کې اخستل شوي دي.

دافغانستان بيلا بيلو ولايتونو او په ځانګړې توګه ننګرهار کې له دې وړاندې هم دافغان ځواکونو لخوا د دداعش او طالبانو دجنګيالو په ضد عمليات ترسره شوي چې پکې دلسګونو جنګيالو دوژل کيدو دعوه شوې ده.

اوسنو مياشتو کې افغانستان کې دطالب جنګيالو بريدونو کې هم اضافه راغلې ده، جنګيالو په نزدې وختونو کې نه يواځې افغان امنيتي ځواکونه بلکې ولسي وګړي هم په نخښه کړي دي.

XS
SM
MD
LG