لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 کويټه: پولیس مرکز باندې برید کې ککړ د لشکرجهنګوي څلور وسله وال وژل شوي


داعش وړاندې د دغه برید زمه واري قبوله کړې او په برید کې د برخه اخستونکو جنګیالو عکسونه يې خپاره کړي وو.
داعش وړاندې د دغه برید زمه واري قبوله کړې او په برید کې د برخه اخستونکو جنګیالو عکسونه يې خپاره کړي وو.

د پاکستان کړکېچ ځپلې صوبې بلوچستان په سر ښار کويټه کې د زیارت په شپه د لشکر جهنګوي ډلې د وسله والو د موجودګۍ په خبر عملیات شوي او د کویټې په پولیس تربیتي مرکز باندې برید کې ککړ د دغه ډلې څلور وسله وال پکې وژل شوي دي.

د پولیسو یو افسر عبدالله افریدي اې اېف پي ته ویلي ( د پولیس د ترهګرۍ په ضد عملیات کوؤنکې څانګې (اې ټي اېف) په یوه ودانۍ چهاپه وهلې او د ډزو په مقابله کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

پولیس افسر ویلي د وژل شوؤ وسله والو تعلق د لشکرجهنګوي ډلې د هغه څانګې سره دی کومه چې د داعش تُندروه ډلې سره اړونده ده او د ګل په شپه يې کویټه کې د پولیس په تربیتي مرکز باندې باندې برید کړی او ۶۱ کسان پکې وژل شوي وو.

داعش وړاندې د دغه برید زمه واري قبوله کړې او په برید کې د برخه اخستونکو جنګیالو عکسونه يې خپاره کړي وو.

د بلوچستان صوبې د ګل د ورځې د برید د پلټنو دپاره د پولیس، پوځ او استخباراتي ادارو ګډ ټیم جوړ کړی دی.

داعش ډلې له دې وړاندې هم په پاکستان د څو پېښو زمه واري قبوله کړې ده، ولې پاکستاني چارواکي وايي چې داعش ډله په منظم ډول پاکستان کې وجود نه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG