لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان شربت ګلې لپاره سخت قانون د بنګالیانو او برمیانو لپاره په ۳۰زره


د افغان مېرمنې شربت بي بي کېس په رسنیو مخې ته راغلی او هغه په نړۍ کې پېژندل شوې ځکه پاکستاني چارواکي پرې د نوم کولو دپاره زور راوړي،
د افغان مېرمنې شربت بي بي کېس په رسنیو مخې ته راغلی او هغه په نړۍ کې پېژندل شوې ځکه پاکستاني چارواکي پرې د نوم کولو دپاره زور راوړي،

په داسې حال کې چې پېښور کې یوه افغانه مېرمن شربت بي بي په غېر قانونه ډول د پاکستاني شناختي کارډ جوړولو په تور کې نیول شوې ده، په کراچۍ کې مېشت د برما او بنګله دېش سره تعلق لرونکي خلک وايي که څه هم په وروستیو کې دوي ته په شناختي کارډ جوړولو کې لږې ډېرې ستونزې ورپېښې دي ولې دوي بیا هم دلته شناختي کارډونه جوړوي.

د کراچۍ په کورنګۍ سمیه کې مېشت۲۷ کلن جمیل احمد چې تعلق يې د برما سره دی وايي پلار يې د ۷۰م په لیسزه کې دلته راغلی او د هغه وخت نه دلته مېشت دي، دغه ځوان وايي خپل شناختي کارډ يې په اسانه جوړ کړی خو اوس ورته د پلارد شناختي په نوي کولو کې ستونزه ورپېښه ده،

((دلالان او ډائریکټران د پېسو غوښتنه کوي او که ۳۰ زره روپۍ ورکړو بیا کارډ جوړيږي)).

جمیل احمد وايي د ماهي ګېرۍ دنده کوي او دلته د لاکونو په شمېره کې د برما سره تعلق لرونکي خلک اباد دی او ځینو پکې دلته رشتې هم کړي دي، دغه ځوان وايي تراوسه ورته چا څه نه دي ویلي چې تاسو په غېر قانونه توګه مېشت یې یا به د پاکستان نه وویستلی شئ.

خبریال علي ارقم وايي د دې خبرې سره اتفاق نه کوي چې دلته په غېر قانونه توګه خلک مېشت دي ځکه چې دلته په پاکستان کې د داسې خلکو دپاره کوم قانون نشته یواځې په فارن اېکټ (د خارجي خلکو دپاره قانون) کې بهرنیان نیول کيږي.

((د غېرقانوني ټکي سره زۀ اتفاق نه کووم ځکه چې په ټوله دنيا کې دا يو نظام دی چې څوک کوم ملک ته داخل شي او هلته څه وخت تېر کړي نو د هغه د قانوني کېدو يا فارملائزېشن دپاره به څه نه څه قانون موجود دي او د څه موده تېرېدو وروستو به هغه ته شهريت (تابعیت) ورکول کېږي او بيا که د هغه بچي هم پېدا شي نو هغه څوک هم د هغه خاورې د شهريت د حق نه نه شي محرومه کولې خو له بده مرغه دلته الټه حساب دی، کومو خلکو چې دېرش او څلوېښت کاله تېر کړي د هغوي شهريت هم لا سواليه نښه ده)).

د کراچۍ په بیلابیلو علاقو کې د برما او بنګله دېش سره تعلق لرونکي خلک په لویه شمېره کې مېشت دي د دې ترڅنګ د افغانستان کډوال هم دلته ژوند کوي.

د کورنګۍ زمان تهاڼې یو پولیس افسر چې خپل نوم نه څرګندول غواړي وايي په دغه سیمه کې د بنګالي پاړې په نوم علاقه ده او د هغې سره چاپېره سیمو کې یواځې د برما او بنګله دېش سره تعلق لرونکي خلک اوسيږي نوموړی وايي کره شمېره نه شي ښودلی خو یواځې ددغه تهاڼې په علاقه کې به د دوه لاکه نه په زیاته شمېره کې دغه خلک استوګن وي، هغه وايي په دغو خلکو کې به د ۷۰ فیصده سره پاکستاني شناختي کارډونه وي او دوې ډېر کم په غېرقانونه توګه مېشت خلک رانیسي، بل دا چې دوی ته د دغو بهرملکیانو په ضد د کومو عملیاتو ځانګړی امر هم نه دی شوی.

۳۲ کلن محمدیاسین چې په بنګالي پاړه سوکوارټر علاقه کې مېشت دی وايي په دغه ځای يې ۲۵ کاله وشو چې مور پلار یې د بنګله دېش نه راغلي دي او شناختي کارډونه يې هم ترلاسه کړي دي. د دغه ځوان په شناختي کارډ موده ختمه شوې ده او په نوي کولو کې ورته کومه ستونزه ده؟ په اړه يې وايي،

((درې څلور ځله لاړم سحر د شپږو نه ترماښام څلور بجو پورې مې انتظار وکړو خو نمبر مې رانغلو کله کله موپه لار کې پولیس ونیسي د شناختي کارډ تپوس وکړي چې وخت پرې ختم دی نور څه نه وايي)).

علي ارقم وايي د افغان مېرمنې شربت بي بي کېس په رسنیو مخې ته راغلی او هغه په نړۍ کې پېژندل شوې ځکه پاکستاني چارواکي پرې د نوم کولو دپاره زور راوړي، او دا چې په ملک کې په غلطه طریقه جوړو شوؤ شناختي کارډونو حکومت بیا د سره پلټنې کوي د دغې په اړه نوموړی وايي،

(( دوې د معلوماتو دپاره د ټولو خلکو په شهريت (تابعیت) باندې سوالونه ودرول،د هغې نتيجه دا شوه چې د کومو خلکو سره اسناد پوره هم دي نو هغوي هم تنګول کېږي او په خصوصي توګه د قبايلي سيمو پښتنو ته مشکلات ډېر سېوا شو نو د رياست او چوهدري نثار له اړخه که داسې اقدامات کېږي نو کوم سړی چې د غلطو مقصدونو دپاره جوړوي هغوي يې بيا هم جوړوي خو مسئله يواځې عام سړي ته جوړېږي)).

چارواکي په کراچۍ او سندهـ صوبه کې د بهر ملکیانو کره شمېره نه ښايي ولې تېر کال د فرورۍ په میاشت کې د صوبې د هغه وخت داخله سیکرټري عبدالکبیر قاضي ډیوه ريډیو سره خبرو کې ویلي ؤ چې په صوبه کې نزدې ۲۷ لاکه بهر ملکیان مېشت دي چې پکې برما والا، بنګالیان او افغانان شامل دي.

دوه ورځې وړاندې د صوبې اعلی وزیر مرادعلي شاه ویلي چې په صوبه کې د ټولو بهر ملکیانو شمېره رایوځاې کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG