لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکارکوونکو دګرفتارۍخلاف دعمران خان داحتجاج اعلان

 تحريک انصاف په دوهم نومبر دپاناما اسنادو کې دوزيراعظم نوازشريف دکورنۍ دنومونو دراتللو او بدعنوانۍ په ضد داسلام اباد دبندولو او احتجاج کولو منصوبه لري، دتحريک انصاف مشر عمران خان غوښتنه کوي چې وزيراعظم نوازشريف دې يا خو استعفا ورکړي او يا دې ځان احتساب لپاره وړاندې کړي.

دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دمخالف ګوند تحريک انصاف لخوا پرته له اجازې څخه ديوتهـ کنونشن په ترسره کولو پوليسو ددغه ګوند په لسګونو کارکوونکي نيولي دکوم په ضد چې دتحريک انصاف مشر عمران خان دجمعې په ورځ ټول هيواد کې داحتجاج اعلان کړى دى.

په ډاګه دې وي چې تيره ورځ داسلام اباد هايکورټ ضلعي انتظاميه دتحريک انصاف لخوا د وزيراعظم نوازشريف دحکومت په ضد په دوهم نومبر دکيدونکي احتجاج په مهال دکنټينرو لګولو او تحريک انصاف ګوند دخپل احتجاج په مهال داسلام اباد دبندولو څخه منعې کړى و.

تحريک انصاف په دوهم نومبر دپاناما اسنادو کې دوزيراعظم نوازشريف دکورنۍ دنومونو دراتللو او بدعنوانۍ په ضد داسلام اباد دبندولو او احتجاج کولو منصوبه لري، دتحريک انصاف مشر عمران خان غوښتنه کوي چې وزيراعظم نوازشريف دې يا خو استعفا ورکړي او يا دې ځان احتساب لپاره وړاندې کړي.

اسلام اباد کې ددوهم نومبر داحتجاج په اړه مخالف ګوند تحريک انصاف او واکمن ګوند مسلم ليګ(ن) دواړه تيارو کې مصروف دي، که يو اړخ ته تحريک انصاف ټول هيواد کې خپلو کارکوونکو ته داسلام اباد احتجاج کې په ګڼ شمير کې دګډون کولو وينا کړې نو بل اړخ ته دپوليسو ځانګړې څانګې حکومت ته دهاغو کسانو فهرستونه ورکړي کوم چې اسلام اباد ته دداخليدو څخه دمخه نيول کيدى شي.

داسلام اباد پوليس دچارواکو وينا ده اسلام اباد کې ١٤٤مه دفعه پځايې کړل شوې دکومې لاندې چې دکومې اجتماع اجازه نه شي ورکړل کيدى او تحريک انصاف دکنونشن ترسره کولو لپاره ضلعي انتظاميې څخه اجازه هم نه ده غوښتې.

پوليسو اسلام اباد کې دتحريک انصاف په يوتهـ کنونشن چاپه وهلې، ددغه ګوند په لسګونو کارکوونکي يې نيولي او بسونو کې يې تاڼو ته بوتللي دي.

دتحريک انصاف وايس چيرمين شاه محمود قريشي دعوه کړې ده چې دهغوي په سلګونو کارکوونکي نيول شوي او پوليسو په زنانه کارکوونکو هم تشدد کړى.

دخپل کارکوونکو دنيول کيدو څخه وروستو دتحريک انصاف مشر عمران خان يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ويلي دي که پوليس غواړي چې د١٤٤مې دفعې لاندې هغه ونيسي نو دغسې کولى شي.

عمران خان دنوازشريف په موجوده حکومت سوال راپورته کړو چې هر کله هغوي دخپل جمهوري حق داستعمالولو له امله جيلونو ته ليږلى شي نو دغه هيواد کې څه رقم جمهوريت دى.

دپي ټي ايي دمشر دمطبوعاتي کانفرنس څخه وروستو دپاکستان دپېښور،کراچۍ، او ملتان ښارونو په ګډون بيلا بيلو ځايونو کې دتحريک انصاف کارکوونکو احتجاجونه کړي دي.

دپاکستان دانګريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان وينا ده چې دپي ټي ايي د٤٣و کارکوونکو په ضد د١٤٤مې دفعې په خلاف ورزۍ مقدمې هم درج کړى شويدي.

دکارکوونکو دنيول کيدو څخه وروستو دتحريک انصاف مشر عمران خان اسلام اباد کې دخپل ګوند دمشرانو بيړنۍ غونډه غوښتې، غونډه کې عمران خان دکارکوونکو دنيول کيدو په ضد ټول هيواد کې داحتجاج اعلان کړى او ويلي يې دي دجمعې په ورځ به ټول پاکستان کې احتجاج کيږي او دهغوي لخوا چې به په دې موقع کوم ردعمل کيږي هغه به حکومت ونه زغملى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG