لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند- پاکستاني سفارتکار ته د ملک پرېښودو امرکړی


د هندي چارواکو په وینا د پاکستاني سفارتکار په ضد دغه ګام د جاسوسۍ په هلوځلو کې د ککړتوب په سر پورته کړی شوی دی.
د هندي چارواکو په وینا د پاکستاني سفارتکار په ضد دغه ګام د جاسوسۍ په هلوځلو کې د ککړتوب په سر پورته کړی شوی دی.

هند د پاکستان یو سفارتکار ناخوښه شخصیت ګرځولی او د ملک پرېښودو امر يې ورته کړی دی، پاکستان د هند د دغه امر او سلوک غندنه کړې ده.

د هند د بهرنو چارو وزارت د زیارت/پنجشمبې په ورځ د پاکستان هائي کمشنر غوښتی او د سفارتکار په اړوند د شوې فېصلې نه يې خبر کړی دی.

د هندي چارواکو په وینا د پاکستاني سفارتکار په ضد دغه ګام د جاسوسۍ په هلوځلو کې د ککړتوب په سر پورته کړی شوی دی.

د پاکستان د بهرنو چارو د دفتر لخوا په جاري شوي بیان کې د هند لخوا پورته کړی شوي ګام ته په غبرګون کې ویل شوي چې هائي کمشنر عبدالباسط خبر کړی شوی دی چې ناخوښه ګرځول شوي شخصیت (سفارتکار) ته د جمعې د ورځې پورې د ملک پرېښودو ویل شوي دي.

هندي رسنیو د دهلي د پولیس له قوله ویلي چې د پاکستاني سفارتکار د ولقې نه په مبینه توګه دفاعي اسناد ترلاسه شوي او په هغو کې د هند د سرحدي ځواکونو په اړوند معلومات وو.

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت ویلي هندي چارواکو په دروغو تورونو پاکستانی سفارتکار د چهارشنبې په ورځ نیولی او د هايي کمشنر په وینا بیا درې ساعته وروستو خوشی کړی شوی دی.

پاکستان د خپل سفارتکار د نیولو د هند دغه عمل غندلی او تورونه یې رد کړي دي او دغه ګام يې د ویانا کنونشن د سفارتي ادابو پرضد بللی دی.

د پاکستان او هند ترمنځ د تېرې یوې مودې نه اړیکې ترینګلي دي.

هند په پاکستان د ترهګرو د ملاتړ تورونه لګوي او وايي چې د دغسې کولو په غبرګون کې به پاکستان په ګرده نړۍ کې د سفارتي لارې یواځې کوي.

پاکستان – هندي تورونه ردوي او وايي چې هند په کشمیر کې د ظلمونو او بشري حقونو د سرغړونو پټولو دپاره په پاکستان تورونه لګوي چې د نړیوالې ورورولۍ مخ د ځانه واړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG