لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رقه کې کلک عملیات د وخت ضرورت دی، پېنټاګون


د امریکې او لویدیځ چارواکي وايي تل یې دغه فکر کړی چې د ترهګرې ډلې داعش قوي مرکز رقه پاکولو ته اړتیا لري.
د امریکې او لویدیځ چارواکي وايي تل یې دغه فکر کړی چې د ترهګرې ډلې داعش قوي مرکز رقه پاکولو ته اړتیا لري.

دې اندېښتنې ته په کتو چې داعش په خپله پلازمینه رقه کې راټولېدل پېل کړي او دا امکان څرګنديږي چې هغه د دغلته نه د خپلو ترهګرو بريدونو پېل کولی شي، امریکا او د لویدیځ ايتلافیان به په راتلونکو څو اونو کې دې پله پام واوړوي.

د امریکې او لویدیځ چارواکي وايي تل یې دغه فکر کړی چې د ترهګرې ډلې داعش قوي مرکز رقه پاکولو ته اړتیا لري. ولې دوي ویلي د دغو عملیاتو د پرمختګ پرېکړه څو ورځې وړاندې مخې ته راغله، خو د دې ترڅنګ دا اندېښنه هم څرګند کړی شوې چې د شام په خاوره موجود ځواکونه د عملیاتو دپاره تیار نه دي.

په سیمه کې د عملیاتو مشر قوماندان د چهارشنبې په ورځ د بغداد نه د ویډیو لنک د لارې پېنټاګون کې خبریالانو سره په خبروکې ویلي ( اړتیا دې ته ده چې د رقعه نه چار چاپېره علاقې پاکې کړی شي او د استخباراتي سرچینو وینا ده چې د بهر نه هم بریدونه کېدی شي).

لفټننټ جنرال اسټېفن ټاؤن سينډ ویلي، (مونږ خبر یُو چې هغه په کوم کار کې اخته دي ، مونږ یقيني یُو چې هغه څه کول غواړي ، خبره د ځاې او وخت ده).

ویل کيږي د رقعه ځانله کولو او د فشار زیاتولو دپاره ایتلاف ( دا د فشار لاندې راوستی شي) که د داعش هر څه منصوبه وي.

په داسې کې چې د رقعه په لرې پرتو کې استخبارات که څه هم نوي دي خو اندېښنې پخوانۍ دي.

د امریکا او یورپ استخباراتي چارواکي د اوږدې مودې نه د دې اندېښنې سره مخ پاتې شوي چې په عراق او شام کې زیاتېدونکي تاوانونه به داعش دې ته اړ کړي چې د خپل سره خلافت نه پام ترهګرۍ پله واړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG