لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي کې دپوليو په ډله دوسله والو بريد،يوکارکوونکى مړ

 دسرچينو ترمخه دجمرود غونډي نومې سيمه کې وسله والو جنګيالو دپوليو په ډله ډزې کړي چې پکې دپوليو يو کارکوونکى ژوبل شوى او دعلاج لپاره دپېښور حيات اباد ميډيکل کمپليکس ته رسول شوى ؤ خو هغه دزخمونو تاب نه دى راوړى او ساه يې ورکړې ده.

دافغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان دقبايلي سيمې خېبرايجنسۍ په جمرود سيمه کې وسله والو دپوليو دمخنيوي په ډله ډزې کړې چې پکې دپوليو يو کارکوونکى وژل شو دى.

پاکستان کې دګل دورځې څخه دپوليو دمخنيوي مهم پيل شوى و او دغه مهم کې دبرخه اخستونکو رضاکارو لپاره حفاظتي ګامونه هم اخستل شوي خو دتير وخت پشان يوځل بيا تندلارو ددغه مهم په وړاندې دخنډانو راولاړولو په غرض دپوليو په کارکوونکو بريدونو کې اضافه راوستې ده.

دسرچينو ترمخه دجمرود غونډي نومې سيمه کې وسله والو جنګيالو دپوليو په ډله ډزې کړي چې پکې دپوليو يو کارکوونکى ژوبل شوى او دعلاج لپاره دپېښور حيات اباد ميډيکل کمپليکس ته رسول شوى ؤ خو هغه دزخمونو تاب نه دى راوړى او ساه يې ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور او قبايلي سيمه باجوړايجنسۍ کې هم دپوليو ډلو بريدونه شوي وؤ چې پکې يو پوليس عسکر وژل شوى او پينځه کسان ژوبل شوي وؤ.

دپېښور دبريد ذمه واري تندروه ډلې جماعت الاحرار قبوله کړې وه.

پاکستان کې دپوليو دخاتمې لپاره هلې ځلې روانې دي خو دتندلارو لخوا دپوليو په کارکوونکو کيدونکې حملې ددغو هلو ځلو په وړاندې لويې خنډ ګڼلى شي، ځينو پسمانده سيمو کې دوالدينو لخوا خپلو ماشومانو ته دپوليو دڅاڅکو اچولو څخه دبيلا بيلو افواه ګانو په اساس دانکار کولو پېښې هم مخې ته راغلي دي.

تيرکال پاکستان کې دپوليو مخې ته دراغلو کيسونو شميره درې سوه شپږ وه کومه چې په تيرو څوارلسو کلونو کې ترټولو زياته وه، خودپاکستان دروغتيا دملي وزارت(اين ايچ ايس) ترمخه سږکال دپوليو کيسونو کې ٦٢ فيصده کمى راغلى دى.

پاکستان کې دجنګيالو لخوا په پوليو ډلو بريدونو کې وروستو له هغې چټکتيا راغله چې دډاکټر شکيل افريدي په نوم يو پاکستاني ډاکټر ايبټ اباد سيمه کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن دموجوديت پخلي کولو لپاره دپوليو جعلي مهم چلولى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG