لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لشکرجهنګوي ډله څوک ده؟


 لويديز کې به په ګرانه دغه ډله څوک پيژني، لشکرجهنګوي ډله دپاکستان په پنجاب صوبه کې ده، دغه ډله دتيرو څو کلونو راهسې دورانکارۍ پېښو کې ککړه پاتې شوې، دغه ډله افغانستان کې طالبانو او دالقاعده ډلو سره تړلې ده،دتجزيه کارانو وينا ده چې دغه ډله اوس داعش سره هم تړلې ده.
لويديز کې به په ګرانه دغه ډله څوک پيژني، لشکرجهنګوي ډله دپاکستان په پنجاب صوبه کې ده، دغه ډله دتيرو څو کلونو راهسې دورانکارۍ پېښو کې ککړه پاتې شوې، دغه ډله افغانستان کې طالبانو او دالقاعده ډلو سره تړلې ده،دتجزيه کارانو وينا ده چې دغه ډله اوس داعش سره هم تړلې ده.

تيره ورځ کويټه کې دپوليسو په تربيتي مرکز دبمي چاودنې څخه وروستو يوځل بيا دسُني تندروه ډلې لشکرجهنګوي نوم اخستل کيږي، دکوم په اړه چې دتجزيه کارو وينا ده دغه ډله دترهه ګرۍ نړيوالې ارادې او داعش سره اړيکې لري،اميرکا غږ دسمبر کې دلشکرجهنګوي په اړه مضمون خپور کړى و، دپاکستاني ميډيا وينا ده دګل په ورځ کويټه کې دترهه ګرۍ درامينځته شوې پېښې پشا دلشکرجهنګوي لاس دى، دغه مضمون دځينو بدلونونو سره وړاندې کولى شي.

لويديز کې به په ګرانه دغه ډله څوک پيژني، لشکرجهنګوي ډله دپاکستان په پنجاب صوبه کې ده، دغه ډله دتيرو څو کلونو راهسې دورانکارۍ پېښو کې ککړه پاتې شوې، دغه ډله افغانستان کې طالبانو او دالقاعده ډلو سره تړلې ده،دتجزيه کارانو وينا ده چې دغه ډله اوس داعش سره هم تړلې ده.

پاکستان کې دا دلشکرجهنګوي په نوم پيژندل کيږي، دغه ډله هاغه مهال مخې ته راغلې وه چې په کال ١٩٩٦ء کې پاکستان کې دفرقه واريت په اساس دتشدد پېښې وشوې، دغه ډله غواړي پاکستان کې دسُني مسلک بادشاهت پځايې کړي،دغه ډلې ترهه ګريزو بريدونو کې دسلګونو شيعه مسلک سره دتعلق لرونکو مسلمانانو دوژلو ذمه واري قبوله کړې ده.

لشکرجهنګوي په ١٣ دسمبر دکويټې په يو مارکيټ دبمي بريد ذمه واري قبوله کړې وه او ويلي يې وو دغه چاودنه شيعه ګانو ته دسزا ورکولو لپاره شوې ده،څوک چې دشام شخړه کې دايران او شامي صدر بشارالاسد ملاتړ کوي.

يو پاکستاني تجزيه کار خادم حسين امريکا غږ ته ويلي دي دغه ډله دنړيوالې جګړې دپيل کولو لپاره په سيمه ييزه کچه دفرقه وارانه ويش پيدا کولو هڅې کوي.

دهغه وينا ده " پاکستان او افغانستان کې داقليتي شيعه ډلو په نخښه کولو سره دغه ډله دسُني سعودي عرب او دهغوي دايتلافيانو او شيعه مسلک دايران ترمينځ ويش کې اضافه کول غواړي، کوم ويش چې دوړاندې څخه مينځني ختيز ته ضربه رسولې"

دپاکستان حکومت په کال ٢٠٠١ کې لشکرجهنګوي ناچله ډله ګرځولې وه، دغه ډله په ګڼو لويو ترهه ګريزو بريدونو کې ککړه پاتې شوې چې پکې پاکستان ک په بس او چرچ شوي بريدونه شامل دي، چې پکې دشيعه اقليت په سلګونو کسان وژل شوي وؤ، دغه ډله پارلمان کې دموجودو سياسي ډلو او سياست دانانو په مرستې سره په سيمه ييز سياست اثر انداز کيږي،دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې دي نيشن تيره مياشت خبر خپور کړى و چې دناچله ډلو ملاتړ لرونکي دپينځوو سوو څخه زيات کانديدان دپنجاب مقامي حکومتي نظام کې شامليدو کې بريالي شوي دي.

ويل کيږي لشکرجهنګوي دهيواد عدالتي نظام ويروي او دحکومتي او پوليس چارواکو په ضد دبدلې اخستو عملونه ترسره کوي، په کال ١٩٩٩ء کې دغه ډلې دپاکستان دوزيراعظم دوژلو هڅه کړې وه.

استخباراتي سرچينو په کال ٢٠٠٢ء کې دامريکايي صحافي ډينيل پرل تښتول کيدو او وژلو کې دککړې ډلې پيژندګلو دلشکرجهنګوي په توګه کړې وه، دغه ډلې په کال ١٩٩٧ء کې کراچۍ ښار کې دتيلو دڅلورو امريکايي کارکوونکو دوژلو ذمه واري قبوله کړې وه.

دلشکرجهنګوي دبهرتۍ نيټ ورک، تربيتي کيمپونو او لويو وسيلو دوي سره دهاغو تندروه ډلو کې ورګډيدو کې مرسته کړې کوم چې دپاکستان څخه لرې جنګيږي.

همدغه ډلې په کال ٢٠١١م کې کابل کې دشوو ترهه ګريزو بريدونو ذمه واري قبوله کړې وه چې پکې دمحرم په مهال ماتمي جلوس کې شريک لږ ترلږه ٥٥ شيعه مسلمانان وژل شوي وو، کله چې دستمبر په مياشت کې طالبانو په شمالي ښار کندوز د لنډ وخت لپاره قبضه کړې وه نو په هاغه مهال لشکرجهنګوي دطالبانو سره په ګډه جنګيدلې وه.

دتجزيه کارو وينا ده دکال ٢٠٠١ء په لسيزه کې شکر جهنګوي القاعده سره اړيکې جوړې کړې وې.

امريکايي چارواکو په کال ٢٠٠٣م کې لشکرجهنګوي غيرملکي ترهه ګريزه ډله ګرځولې وه او ويلي يې وو لشکرجهنګوي افغانستان کې دالقاعده او طالبانو دډلو سره تربيت اخستى.

دسياسي تجزيه کار حسين وينا ده چې دنورو ګڼو عواملو ترڅنګ دشيعه ضد نظريې له امله هم لشکرجهنګوي طالبانو او القاعده ته نزدې شوې ده.

دپاکستان دانګريزۍ ژبې وتلې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون تيره مياشت پخپل يو راپور کې ويلي وو سږکال پنجاب صوبه کې دپوليسو سره نښته کې دوژل کيدو څخه دمخه دلشکرجهنګوي پخواني مشر داعش کې دشامليدو منصوبه بندي کوله، دپاکستاني ورځپاڼې ترمخه هغه پاکستان کې دداعش ډلې دمشر جوړيدو هيله لرله.

يو پاکستاني امنيتي چارواکي ايکسپريس ټريبيون ته ويلي وو دلشکرجهنګوي دملاتړ کوونکو څه دجهنډو اؤ پمپفلټونو په ګډون ځينې مواد قبضه کې اخستل شوي دي.

داعش اوسني وخت کې پاکستان کې دخپلو هلو ځلو دغزولو اشارې ورکړي دي او دتجزيه کارو وينا ده چې دلشکرجهنګوي تندروه فلسفه دداعش دنظريې سره سمون خوري.

حسين ويلي دي پاکستان کې دلشکرجهنګوي دنظريې څخه سيوا يوه ډله هم دداعش دشيعه ضد نظريې سره سمون نه شي خوړى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG