لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحيل،دايي ايس ايي مشر او نوازشريف کويټې ته رسيدلي

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې(ايي ايس پي ار) ترمخه جنرال راحيل سره ددغه سفر په مهال دخفيه ادارې ايي ايس ايي مشر ليفټننټ جنرال رضوان اختر او دملټري انټلي جنس مشر جنرال نديم زکي منج هم ملګري دي.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې(ايي ايس پي ار) ترمخه جنرال راحيل سره ددغه سفر په مهال دخفيه ادارې ايي ايس ايي مشر ليفټننټ جنرال رضوان اختر او دملټري انټلي جنس مشر جنرال نديم زکي منج هم ملګري دي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ،دخفيه ادارې ايي ايس ايي مشر ليفټننټ جنرال رضوان اختر او وزيراعظم نوازشريف دپوليسو په مرکز دترهه ګريز بريد څخه وروستو دبلوچستان ايالت سرښار کويټې ته رسيدلي دي.

بل لوري ته دپاکستان سرکاري ريډيو ويلي دي وزيراعظم نوازشريف هم اسلام اباد کې خپلې ټولې هلې ځلې ځنډولي او کويټې ته رسيدلى دى.

کويټه کې په داسې حال کې دترهه ګرو منظم بريد کې ٦١ پوليس عسکر وژل شوي چې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف تيره ورځ لاهور کې يوې دستورې ته دوينا په مهال دعوه کړې وه چې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو ترسره کولو څخه وروستو نه يواځې دا چې پاکستان کې امن او ثبات راغلى بلکې ورسره ټوله سيمه کې هم امن پځايې شوى دى.

پاکستان کې قوم پرست سياسي ګوندونه او ناقدين وايي دغه هيواد کې دترهه ګرۍ دجرړو ويستلو لپاره ضروري ده چې حکومت او پوځ پرته له کوم امتياز څخه پنجاب صوبه کې دترهه ګريزو ډلو په ضد کوټلي ګامونه واخلي او ددې ترڅنګ دښو او بدو ترهه ګرو ترمينځ دامتياز کولو راروانه تګلاره پريږدي.

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان هم يو پاسنګ اؤټ پريډ ته دوينا په مهال منلې ده چېدښمن کمزورى شوى خو ختم شوى نه دى

له دې وړاندې دپاکستان پوځ او حکومت دعوې کړي چې دترهه ګرو ملا يې ماته کړې او هغوي اوس دمنظمو بريدونو توان نه لري.

خو وسله والو جنګيالو تيره لږه موده کې دقبايلي سيمې مهمندايجنسۍ امبار تحصيل، دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور او مردان کې يو شمير ځانمرګي بريدونه کړي چې پکې په لسګونو کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

کويټه کې دپوليسو په تربيتي مرکز تيره شپه ددريوؤ ځانمرګيانو لخوا ترهه ګريز بريد ترسره شوى و چې پکې ٦١ پوليس عسکر وژل شوي او ١٢٠ کسان نور ژوبل شوي دي.

زياتره مرګ ژوبله ددوؤ ځانمرګيانو لخوا دځانونو الوځولو له امله رامينځته شوى، دريم بريدکوونکى دامنيتي ځواکونو په ډزو وژل شوى ؤ.

دسرچينو وينا ده دکويټې دسفر په مهال به جنرال راحيل هسپتال کې دژوبل شوؤ کسانو پوښتنه کوي.

هيله کيږي چې وزيراعظم به کويټه کې دامن وامان دوضعيت په اړه دلوړې کچې ديوې غونډې مشري او وروستو به هسپتال کې دژوبل شوؤ کسانو پوښتنه وکړي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني او چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله هم دکويټې دچاودنې غندنه کړې او ويلي يې دي ترهه ګري دسيمې او نړۍ ثبات لپاره ګډ ګواښ دى.

امريکا هم دکويټې دبريد غنانه کړې، دخارجه محکمې وياند جان کربي ويلي دي امريکا به دترهه ګرۍ دګډ ګواښ مقابلې لپاره خپلو پاکستاني شراکت دارانو سره کار دوامداره ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG