لاس رسیدونکی لینک

پېښور او باجوړ کې دپوليو په ډلو بريدونه،يو عسکر مړ،پينځه کسان ژوبل


 دپوليسو وينا ده داودزۍ سيمه کښې دپوليو ډلې په حفاظت مامور پوليس عسکر نذير دسيمې څخه تيريدو چې په دغه مهال پرې دسړک په غاړه ښخ کړى شوى بم وچاوديدو، چاودنه کې پوليس عسکر سخت ژوبل شو اودپېښور ليډي ريډنګ هسپتال ته درسول کيدو په مهال يې لاره کې ساه ورکړې ده.

دپوليسو وينا ده داودزۍ سيمه کښې دپوليو ډلې په حفاظت مامور پوليس عسکر نذير دسيمې څخه تيريدو چې په دغه مهال پرې دسړک په غاړه ښخ کړى شوى بم وچاوديدو، چاودنه کې پوليس عسکر سخت ژوبل شو اودپېښور ليډي ريډنګ هسپتال ته درسول کيدو په مهال يې لاره کې ساه ورکړې ده.

دنهې په ورځدخېبرپښتونخوا سرښار پېښوراو قبايلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دپوليو په ډلو دوسله والو لخوا شوو بريدونو کې دپوليو ډلو په تحفظ مامور يو پوليس عسکروژل شوى او پينځه کسان ژوبل شوي دي.

دپوليسو وينا ده چې دپېښور داودزۍ سيمه کښې دپوليو ډلې په حفاظت مامور پوليس عسکر نذير دسيمې څخه تيريدو چې په دغه مهال پرې دسړک په غاړه ښخ کړى شوى بم وچاوديدو، چاودنه کې پوليس عسکر سخت ژوبل شو اودپېښور ليډي ريډنګ هسپتال ته درسول کيدو په مهال يې لاره کې ساه ورکړې ده.

دپوليسو وينا ده چې سيمه کې دسرچ اپريشن په مهال يو بم ناکاره کړى شوى هم دى.

پوليسو پخلى کړى دى چې وژل شوى پوليس عسکر دپوليو دکارکوونکو تحفظ لپاره ګمارل شوى و.

چاودنه کې دوژل شوي پوليس عسکر نذير تعلق دچارسدې شبقدر سيمې سره دى او هغه به خپله پلرنۍ سيمه کې خاورو ته سپارلى شي.

بلخوا دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبايلي سيمې باجوړايجنسۍ دسلارزۍ تحصيل په ملاسيد سيمه کې دپوليوډلې په ګاډي دريموټ کنټرول بم چاودنه شوې چې پکې پينځه کسان ژوبل شوي دي.

ژوبل شوؤ کې دليويز درې عسکر،دګاډي ډرايور او دپوليو يو کارکوونکى شامل دي، ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي او د پوليټيکل انتظاميې وينا ده چې دهغوي حالت دخطرې نه بهر دے.

پاکستان کې دپوليو دخاتمې لپاره هلې ځلې روانې دي خو دتندلارو لخوا دپوليو په کارکوونکو کيدونکې حملې ددغو هلو ځلو په وړاندې لويې خنډ ګڼلى شي، ځينو پسمانده سيمو کې دوالدينو لخوا خپلو ماشومانو ته دپوليو دڅاڅکو اچولو څخه دبيلا بيلو افواه ګانو په اساس دانکار کولو پېښې هم مخې ته راغلي دي.

تيرکال پاکستان کې دپوليو مخې ته دراغلو کيسونو شميره درې سوه شپږ وه کومه چې په تيرو څوارلسو کلونو کې ترټولو زياته وه، خودپاکستان دروغتيا دملي وزارت(اين ايچ ايس) ترمخه سږکال دپوليو کيسونو کې ٦٢ فيصده کمى راغلى دى.

پاکستان کې دجنګيالو لخوا په پوليو ډلو بريدونو کې وروستو له هغې چټکتيا راغله چې دډاکټر شکيل افريدي په نوم يو پاکستاني ډاکټر ايبټ اباد سيمه کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن دموجوديت پخلي کولو لپاره دپوليو جعلي مهم چلولى ؤ.

XS
SM
MD
LG