لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سره دترهګرۍ په ضد مبارزه کې ملګري یُو، امریکا


امریکا ویلي په دغه سخت وخت کې د پاکستان د اولس او حکومت سره څنګ په څنګ ولاړ یُو
امریکا ویلي په دغه سخت وخت کې د پاکستان د اولس او حکومت سره څنګ په څنګ ولاړ یُو

امریکا په کویټه کې د پولیسو د روزلو په مرکز باندې شوي برید غندنه کړې ده، د ګل او نهې په منځنۍ شپه کې ترسره شوي دغه برید کې د وژل شوؤ کسانو شمېر ۶۰ ته رسېدلی او د ۱۲۰ پورې پکې نور ژوبل شوي دي.

یو بیان کې د امریکا خارجه محکمې ويلي ( په دغه سخت وخت کې مونږ د پاکستان د اولس او حکومت سره څنګ په څنګ ولاړ یُو).

د خارجه محکمې ویاند جان کربي ویلي ( د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې مونږ د پاکستان او سیمه کې د خپلو ټولو همکارانو سره په ګډه کار کوؤ).

ویاند ویلي ( مونږ د وژل شوؤ کسانو د کورنو سره غمرازي او ژوبلو سره خواخوږي کوؤ په کومو کې چې پولیس کېډټس شامل دي او د خلکو د خدمت دپاره ادارې سره اړونده وو).

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG