لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکندوزوګړي دطالبانو دبل بريد ويره لري


 افغان ځواکونو دناټوپوځونو په مرستې سره داکتوبر په پيل کې دطالبانو لخوا په کندوز دقبضې کولو هڅه ناکامه کړې وه.
افغان ځواکونو دناټوپوځونو په مرستې سره داکتوبر په پيل کې دطالبانو لخوا په کندوز دقبضې کولو هڅه ناکامه کړې وه.

دافغانستان په شمالي ښار کندوز دطالب جنګيالو دبريد ناکامولو څخه دوه اوونۍ وروستو ددغه ښار اوسيدونکي دخپل ژوند معمول ته راوستو لپاره هلې ځلې کوي.

افغان ځواکونو دناټوپوځونو په مرستې سره داکتوبر په پيل کې دطالبانو لخوا په کندوز دقبضې کولو هڅه ناکامه کړې وه.

که هر څو طالبان په دغه ښار هاغه رقم قبضې کولو کې ناکامه پاتې شوي لکه څنګه چې هغوي کال دوه زره پينځلسم کې دغلته قبضه کړې وه، خو داوسنۍ جګړې له امله دښار ګڼ تجارتي مرکزونه ړنګ شوي او اوس ددغه ځايې خلک دجګړې له امله دژوند دضرورتونو دمخ په زياتيدونکو نرخونو څخه شکايت کوي.

دکندوز يو اوسيدونکي شفيق الله شکايت کړى چې ديوې ډوډۍ قيمت دپينځوؤ افغانو څخه ديرشو افغانو ته ختلى او يو ليټر پيټرول اوس په درې سوه افغانۍ ترلاسه کيږي.

په داسې حال کې چې اوس دژوند چارې بحاليږي دښار مرکزي بازار دپيدل تلونکو څخه ډک شوى، دغلته خلک په فټ پاتهـ بيلا بيل څيزونه خرڅوي.

دښار کوڅو کې که چرې سرسري نظر وزغلولى شي نو په ظاهره داسې ښکاري چې هر څه دمعمول مطابق دي خو دسيمه ييزو خلکو وينا ده چې هغوي دويرې او بې باورۍ په سيوري کې ژوند تيروي.

خو دځينو وينا ده چې هغوي په حکومت باور لري او هغه به يې له طالبانو محفوظ ساتي.

سيمه ييز وګړي محمد ادريس دري ژبه کې دخبرو کولو په ترڅ کې ويلي کله چې هم طالبان وغواړي هغوي دلته راتللى شي.

دهغه په قول ښار ته راتلونکې ټولې لارې پرانستې دي، دشپې دهغه کور ته خطره وي، هغه ويلي دلته داسې څوک هم نشته چې دهغوي(طالبانو) مخه ونيسي، دلته هيڅ پوليس نشته.

دهغه انديښنه په ظاهره سمه معلوميږي ځکه داسې ښکاري چې زياتره امنيتي ځواکونه پخپلو ګاډو او ټانکونو کې دښار مرکز کې موجود دي او دښار په خواوشا کې هغوي ډير په کم شمير کې موجود دي.

دتيرې جمعې په ورځ غرمه مهال دامريکا غږ ډله دکوم سړک له لارې دنزدې ولايت بغلان څخه کندوز ښار ته ورسيده نو په دې هم په ظاهره دامنيتي ځواکونو موجودګي ډيره کمه وه.

په هرې څو ميټره فاصلې تباه شوي ټرکونه او ټرالرې په نظر راغلې کومې چې دطالبانو دحملو غمازي کوي، ددې ترڅنګ دغو بريدونو کې تباه شوې دپوليسو چوکۍ خالې وې.

دطالب جنګيالو په اړه په عامه توګه فکر کولى شي چې هغوي دکندوز ښار اړخ ته په غزيدلو ګڼو مقاماتو غيرقانوني چوکۍ جوړې کړي دي، په ځانګړې توګه سحر وختي او دتيارې خوريدو څخه وروستو دښار دننه او يا دبهر تلونکي ټريفک مخه نيسي.

دغسې کول په ظاهره طالبانو لپاره اسان دي، دکندوز ښار په خواوشا کې اوس هم طالبان په ګڼ شمير کې موجود دي او ددغه ځايې خلک هغوي سره خواخوږي لري.

ددغو غيرقانوني چوکو مطلب دا دى چې ځينې طالب جنګيالي دنزدې کليو څخه پيدل يا په موټر سايکل سواره سړک ته رسيږي او دخپل اى کى ٤٧ ټوپک په خوځولو سره دټريفک مخه يسي.

افغان حکومت او دهغوي ناټو ايتلافيان باوري دي چې طالبان په کندوز ښار قبضه نه شي کولى خو ددې له امله دسيمه ييزو خلکو باور نه شي بحال کيدى.

موسي جان کندوز کې دژوند دامروزه چارو په اړه وايي دخلکو دوکانونه تباه شوي،کاروباري مرکزونه بند دي او خلک دويرې په فضا کې ژوند کوي.

دهغه په قول خلک ګڼي چې نور بريدونه به کيږي او په ښار به يوځل بيا قبضه وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG