لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما وايي ټرمپ هره ورځ ثابتوي چې هغه دصدارت جوګه نه دى


 هغه داتوار په ورځ دنواډا رياست لاس ويګاس ښار کې دډيموکريټک صدارتي کانديدې هيلري کلنټن ملاتړ کې لاريون ته وينا کوله.
هغه داتوار په ورځ دنواډا رياست لاس ويګاس ښار کې دډيموکريټک صدارتي کانديدې هيلري کلنټن ملاتړ کې لاريون ته وينا کوله.

دامريکا ولسمشر براک اوباما ويلي دي دريپبلکن کانديد ډونلډ ټرمپ هره ورځ دا خبره ثابتوي چې هغه دصدارت دچوکۍ جوګه نه دى.

هغه داتوار په ورځ دنواډا رياست لاس ويګاس ښار کې دډيموکريټک صدارتي کانديدې هيلري کلنټن ملاتړ کې لاريون ته وينا کوله.

اوسنو مياشتو کې ټرمپ پرله پسې شکايت کوي چې ټولټاکنو کې دهغه په ضد درغلي کيږي او د اوباما وينا وه چې ددې مطلب دا دى چې ټرمپ ماتې خوري.

دهغه وينا وه ددې مطلب دا دى چې ته هاغه قابليت نه لرې کوم چې ددې کار لپاره ضروري دى ځکه چې په اکثرو موقعو دا ګرانيږي، زياتره وخت هر څه ستا دمرضۍ مطابق نه وي او تا ته هلته دکلک اودريدو جوګه کيدل پکار وي

هيلري کلنټن دشمالي کيرولاينا ښار شارلټ کې خپل انتخابي مهم ته دوينا په مهال هم ددغسې خيالاتوڅرګندونه وکړه اوې ويل ګڼو پخوانو صدرانو او کانديدانو سره په تګلارو او اصولو داختلاف باوجود يې دملک قيادت لپاره دهغوي په قابليت پوښتنه نه ده راوړلاړه کړې.

ټرمپ داتوار په ورځ دفلوريډا ښار نيپلز کې خپلو پلويانو ته وينا کړې او پخپل مخالف يې په حکومتي څوکۍ دپاتې کيدو په ترڅ کې دبډو رشوتونو تور لګولى.

هغه ويلي مخالف يې دبډو رشوتونو دختمولو هيڅ پلان نه لري ځکه چې هغه پخپله ددې يو شکل دى.

داتوار په ورځ داى بي سي نيوز لخوا دجاري کړى شوو جايزو ترمخه ډيموکريټک ته په ريپبلکن د٣٨ په پرتله ٥٠ فيصدو سره برتري ترلاسه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG