لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي پوليسو ١٨ ماؤنواز ياغيان وژلي


 دپوليسو وينا ده دغه نښته داتوار په ورځ وروستو له هغې شوې چې چارواکو ته داوړيسه او اندرا پرديش ځنګلو کې دديرشو ماؤ نوازياغيانو دراټولويدو خبر ترلاسه شو.
دپوليسو وينا ده دغه نښته داتوار په ورځ وروستو له هغې شوې چې چارواکو ته داوړيسه او اندرا پرديش ځنګلو کې دديرشو ماؤ نوازياغيانو دراټولويدو خبر ترلاسه شو.

هندي پوليس وايي هغوي دهيواد په لويديزه برخه کې ديوې نښتې په مهال ١٨ ماؤ نوازياغيان وژلي دي.

دپوليسو وينا ده دغه نښته داتوار په ورځ وروستو له هغې شوې چې چارواکو ته داوړيسه او اندرا پرديش ځنګلو کې دديرشو ماؤ نوازياغيانو دراټولويدو خبر ترلاسه شو.

پريس ټرسټ اف انډيا پخپل راپور کې ويلي دي وژل شوو کې يو ماؤنواز مشر او دهغه ځوې هم شامل دى، چارواکو ددغو اطلاعاتو پخلى نه دى کړى.

دراپورونو ترمخه دغه نښته تر يوې ګينتې پورې روانه وه.

دسيمه ييزو چارواکو وينا ده چې دنورو ياغيانو نيولو لپاره دلټونې عمليات دوام لري.

دهند پخواني وزيراعظم منموهن سنګهـ ماؤ نوازياغيان دهند ترټولو ستر داخلي ګواښ ګرځولى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG