لاس رسیدونکی لینک

خېبرپښتونخوا کې ددريوو کسانو مړي موندل شوي،پوليس افسر قتل

 دپوليسو ترمخه دچارسدې سردرياب سيمه کې دپوليسو دچوکۍ ترڅنګ په موټر سايکل سورو وسله والو چارسدې ښار ته کار لپاره په روان سپيشل برانچ سب انسپکټر ناتاره ډزې کړي چې له امله يې هغه ساه ورکړې ده، دوژلى شوي پوليس افسر مړى هسپتال ته رسول شوي دي.

دپاکستان دخېبرپښتونخوا ايالت چارسده او بنو سيمو کې ددوو ښځو په ګډون ددريوو کسانو مړي ترلاسه شوي او وسله والو په ډزو يو پوليس افسر وژلى دى.

دپوليسو ترمخه دچارسدې سردرياب سيمه کې دپوليسو دچوکۍ ترڅنګ په موټر سايکل سورو وسله والو چارسدې ښار ته کار لپاره په روان سپيشل برانچ سب انسپکټر ناتاره ډزې کړي چې له امله يې هغه ساه ورکړې ده، دوژلى شوي پوليس افسر مړى هسپتال ته رسول شوي دي.

دپاکستاني طالبانو يو وياند محمد خراساني يو بيان کې دسپيشل برانچ دسب انسپکټر اکبر علي دوژلو ذمه واري قبوله کړې ده.

محمد خراساني ويلي دي چې دهغوي دډلې جنګيالي دپوليس افسر دوژلو څخه وروستو په کاميابۍ سره دپېښې دځايې څخه تښتيدلي دي.

بلخوا دچارسدې دتنګي تاڼې حدودو کې دګنډهيرۍ نومې هديرې څخه ديو تن په ډزو ويشتل شوى مړى ترلاسه شوى کوم چې دتنګي هسپتال ته وړل شو ىدى.

همدغه راز سرچينې وايي دخېبرپښتونخوا دبنو ضلعې دغوريواله تاڼې په حدودو کې دنهر په غاړه دنامعلومو وسله والو لخوا په ډزو دويشتلى شوو دوو زنانه ؤ مړي ترلاسه شوي دي.

دپاکستان قبايلي سيمو،خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې له دې وړاندې هم دنامعلومو کسانو مړي ترلاسه شوي په کومو چې دبشري حقونو دډلو لخوا دانديښنې څرګندونه شوې، ددغسې مړو دترلاسه کيدو څخه وروستو دپوليسو لخوا دپلټنو دپيل کولو دعوې خو کولى شي خو تر دې مهاله دمړو دموندل کيدو کومه پېښه منطقي انجام ته نه ده رسول شوې.

XS
SM
MD
LG