لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان تښتېدلو طالب مشرانو ته د افغان سولې بهیر کې برخې اخستو یا ملک پرېښود ویلي


افغانستان کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو په ترڅ کې د پاکستان او افغانستان اړيکې ترینګلې کیږي.
افغانستان کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو په ترڅ کې د پاکستان او افغانستان اړيکې ترینګلې کیږي.

چارواکو او وسله والو سرچینو وایس اف امریکا سره په خبرو کې ویلي، تښتېدلو افغان طالب مشرانو باندې فشار دی چې د افغانستان د سولې بهیر کې برخه واخلي ګنې د پاکستان نه دې د خپلو کورنو سره کډه شي.

د افغانستان په اوړند د پاکستان د پالیسو جوړولو یو لوړ پوړي چارواکي ویلي ( په (طالبانو) فشار اچولی شي، په دوې کې ځینې وړاندې تلي دي او ملک پرېږدي ځي).

هغه خپل نوم ښکاره کول نه غواړي او نه په ښکاره د افغان کډوالو د پاکستان نه د ویستلو خبره کوي.

نړیوال همکاران او په خصوصي توګه د امریکا لخوا په پاکستان زور اچول کيږي چې طالبانو ته په ملک کې د پاتې کېدو اجازه ور نه کړي څوک چې په افغانستان کې د تشدد څخه ډک عملیات کوي. پاکستان دغه تورونه ردوي چې استخباراتي اداره يې طالبان یا د هغوې ایتلافي حقاني شبکې ملاتړ کوي.

افغانستان کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو په ترڅ کې د پاکستان او افغانستان اړيکې ترینګلې کیږي.

افغان صدر اشرف غني په پاکستان تور لګوي چې د طالبانو په ضد عملیات نه کوي، او پاکستان په افغان استخباراتو تور لګوي چې د پاکستان ضد طالبانو مرستې کوي.

د روانې میاشتې په سر کې پاکستاني چارواکو په کويټه کې د افغان طالبانو درې مشران احمدالله مطیع ( ملا نانۍ)، سلېمان اغا او ملاصمد نیولي دي.

د دغو درې واړو کسانو په اړه ویل کيږي چې دوې افغان حکومت سره د سولې د خبرو نه انکا کړی ؤ. د دې ترڅنګ د افغان ماشومانو د زده کړو هغو مدرسو باندې چهاپې وهل شوي او بندې کړی شوي د کومو په اړه چې دا خیال ؤ طالبانو ته پناه ورکوي.

د کلکو ګامونو پورته کېدو وروستو قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوي د پاکستان سفر کړی چې په دغه اړوند ورسره خبره وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایس اف امریکا ته ویلي ؤ د طالبانو پلاوی پاکستان سره د کډوالو په اړه ستونزو په سر خبرو دپاره تلی دی.او نوموړي په قطر کې طالب استازو سره د افغان حکومتي چارواکو د پټو ليدنو خبره رد کړې وه.

د پاکستان خارجه وزارت د طالبانو د پلاوي د سفر نه د لاعلمۍ اظهار کړی دی.

د پاکستان یو چارواکي د نوم څرګندولو په شرط وایس اف امریکا سره په خبرو کې پخلی کړی چې د طالبانو پلاوی دلته موجود دی او هغه دلته په خپله راغلي دي، افغانستان د طالبانو د پلاوي پاکستان ته په راتګ اندېښنې څرګندې کړې دي.

ځينې افغان چارواکي او سیاست مدار وايي پاکستان یواځې د هغو طالبانو په ضد عملیات کوي چې د پاکستان د وینا پرته افغانستان سره نېغ په نېغه خبرې کول غواړي.

د بلوچستان صوبې ویاند انوارالحق وایي ( په دوي تورونه لګي چې بلوچستان کې د طالبانو په ضد عملیات نه کوي او که چرته اقدام کولی شي او څوک نیول کيږي لکه څنګه چې په وروستیو کې وشو نو بیا تور لګول کيږي چې دوې د سولې بهیر ته زیان رسوي).

وایس اف امریکا سره په خبرو کې نوموړي دغه خبره هم رد کړې ده چې طالبان د بلوچستان خاوره کاروي او افغانستان د بریدونو دپاره ورته تربیه او مالي مرستې ورکړی کیږي.

پاکستان وايي چې افغانستان سره د ۲۶۰۰ کلومیټره اوږده پوله باندې تګ راتګ ودرول یو چېلنج دی دوي د دغه پولې محفوظ کولو هڅه کوي خو لا په دې کار کې نه دي بریالي شوي.

د افغانستان ځينې سیاست مدار او قانون جوړؤنکي دریز لري چې افغانستان کې د شخړې د هواري دپاره پاکستان په ګډه کار پکار دی د دواړو ترمنځ دې باور رامنځته کړی شي، دوې په دغه اړوند د خبرو په لار زور راوړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG