لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه نسلاً څوک دي؟ ساینسي څېړنه يې معلوموي


ډاکټر حبیب احمد وايي (تر اوسه پورې ترسره شوې ساینسي څیړنه کې دا معلومه شوې چې پښتانه بني اسرائیل نه دي بلکې دوي خپله ځانګړې پېژندګلواو خاصیتونه لري).
ډاکټر حبیب احمد وايي (تر اوسه پورې ترسره شوې ساینسي څیړنه کې دا معلومه شوې چې پښتانه بني اسرائیل نه دي بلکې دوي خپله ځانګړې پېژندګلواو خاصیتونه لري).

د اسلامیه کالج پوهنتون پېښور وایس چانسلر ډاکټر حبیب احمد وايي ډېر زر ده چې د پښتنو اصل نسل/وراثت په ساینسي څیړنه معلوم شي چې پښتانه نسلاً څوک دي؟ او د نورو قامونو سره يې کوم ډول جینیاتي اړیکې دي؟.

ډاکټر حبیب احمد وايي (تر اوسه پورې ترسره شوې ساینسي څیړنه کې دا معلومه شوې چې پښتانه بني اسرائیل نه دي بلکې دوي خپله ځانګړې پېژندګلواو خاصیتونه لري).

د اسلامیه کالج پوهنتون پېښور وایس چانسلر ډاکټر حبیب احمد وایس اف امریکا ډيوه ریډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې هغه کله په هزاره یونیورسټۍ کې وایس چانسلر ؤ په کال ۲۰۱۱ م کې د هغه په مشرۍ د دې څیړنې په پروسه کار پېل شوی دی چې معلومه کړی شي، پښتانه نسلاً څوک دي؟ د پښتنو د ټولو قبیلو یو بل سره تړون څنګه دی؟ او بیا د پښتنو د نړۍ د نورو انسانانو سره څنګه جنیاتي اړیکې دي؟.

د ښاغلي په وینا، په څيړنه کې په دې کار روان دی چې د پښتنو قبیلو لکه د بېلګې په توګه د خټکو د یوسفزیو سره څه ډول جیناتي اړیکي دي؟ او که چرته دوي دواړه یا دا ټولې قبیلې یو دي نو د دوي اړیکې بیا د بل چا سره دي؟ او پېدایشي سیمه يې کومه ده؟

نوموړی وايي دوي به دا هم معلومه کړي چې پښتانه د نورو قامونو نه څنګه بیل شوي دي؟ او بیا په خپل منځ کې په کوم ډول جدا قبیلې جوړې شوي دي؟

ډاکټر حبیبب احمد زیاتوي ډېره زر ده چې دغه څيړنه بشپړه شي او خپره شي او د پښتنو د اصل نسل په اړه حقیقت په ډاګه شي.

یاده دې وي د پښتنو د اصل نسل په اړه تر دې دمه یو شمېر نظريې وړاندې کړی شوي او بیلابیلو لیکوالانو پښتانه یا خو بني اسرائیل، ارین، یونانیان او یا په ځانګړي ډول د (پښتانه) ثابتولو هڅې کړي دي ولې دا په وړومبی ځل ده چې د کومې ساینسی څېړنې د لارې به د پښتنو اصل نسل ثابت شي.

د ډاکټر حبیب احمدلنډه پېژندګلو: نوموړی د سوات مټې سیمې سره تعلق لري، د پېشې په لحاظ استاد او ساینس پوهه دی او په دغو مېدانونو کې د ۳۰ کالو تجربه لري، ښاغلی دا وخت د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون وایس چانسلر دی، له دې وړاندې د هزاره یونیورسټۍ وایس چانسلر او له هغې وړاندې یې په کال ۱۹۸۶م کې يې اسلام اباد کې د زراعتو د قامي څيړنیز مرکز(نېشنل ایګریکلچرل ریسرچ سنټراسلام اباد) نه د ساینس پوهه په توګه دننده پېل کړې وه، ښاغلي ته د هغه په غوره کارکردګۍ حکومت پاکستان د تمغه امتیاز جايزه ورکړې او د ساینسي څېړنو په سر يې یو شمېر نورې ملکي او نړیوالې جايزې هم ګټلي دي).

د ښاغلي سره په کراچۍ کې د ډیوه خبریال فضل عزیز مرکه کړې په لاندیني لنک کې يې اورېدی شئ،

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:55 0:00

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Recommended

XS
SM
MD
LG