لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق د موصل په جګړه کې د ترکي له مرستو څخه انکار کړی


وزیراعظم عبادي دغه خبره د امریکا د دفاع وزیر اېش کارټر د بغداد د ناڅاپي دورې په مهال د هغه سره د لیدنې وروستو کړې ده،
وزیراعظم عبادي دغه خبره د امریکا د دفاع وزیر اېش کارټر د بغداد د ناڅاپي دورې په مهال د هغه سره د لیدنې وروستو کړې ده،

د عراق وزیراعظم حېدرالعبادي په رسمي ډول دغه خبره کړې چې د ترکي ځواکونو دې ورسره د داعش نه د موصل ښار په بیرته نیولو کې مرسته وکړي.

عبادي د خالي/شنبې په ورځ ویلي د ترکي د مرستې پرته به موجود اتحادي ځواکونه دغه جګړه سمبال کړي.

وزیراعظم عبادي دغه خبره د امریکا د دفاع وزیر اېش کارټر د بغداد د ناڅاپي دورې په مهال د هغه سره د لیدنې وروستو کړې ده، اېش کارټر غوښتل چې د سُني ترکي مشرتابه او عبادي د شیعه حکومت ترمنځ تاؤ تریخوالی راکم شي.

د ترکي صدر رجب طیب اردان د نهې/سه شنبې په ورځ د دواړو هېوادونو په پېچلو اړیکې غږ پورته کړی او د موصل په جګړه کې د برخې اخستو ترڅنګ یې ویلي ؤ د شمالي عراق په پوله چمتو ترکي ځواکونه به د عراق اجازه وانه خلي.

اردان د عبادي خبرو په غبرګون کې ویلي ( د ترکي پوځ خپل معیار دې ته دی راوستی چې ستا ته اجازه/ امر واخلي).

عبادی د شنبې په ورځ ویلي ( د موصل جګړه د عراق یواځې ده، عراق يې پلان جوړ کړ ی او په مخکې به یې بیايي، زه خبر یم چې ترکي په دې کې برخه اخستل غواړي زه ورته مننه کوم، دا هر څه به عراق په خپله سمبال کړي او موصل به د ترهګرو نه واخلي).

اېش کارټر په بغداد کې خبریالانو ته ویلي د ترکي د موصل په جګړه کې برخه اخستل یوه ګرانه موضوع ده. نوموړي په دې خبره ټینګار وکړو چې دا د عراق خپلواکي ده چې څه ډول د داعش نه دغه ښار اخلي.

هغه وویل ( زه تاسو ته ویل غواړم چې هر هېواد د عراق خپلواکۍ ته پوره درناوی لري او د نړیوال ایتلاف اصول دي چې د دغه هېواد سره په هر څه کولو کې۱۰۰فیصده ژمن دي او زه تاسو ته د دې پخلی کوم).

کارټر د شنبې په ورځ د عراقي چارواکو او کمانډرانو سره لیدلي او موصل د جګړې په اړه ورته احوال تېر کړی شوی دی.

د عراق ځانګړو ځواکونو د سه شنبې په ورځ د اعش نه د بېټرېلا سره نزدې سیمه نیولې ده. عراقي ځواکونود دوشنې په ورځ د داعش نه د موصل بیرته اخستو دپاره عملیات پېل کړي دي.

د جمعې په ورځ اېش کارټر په انقره کې د ترکي صدر رجب طیب اردوان سره لیدنه کې په دوه اړخیزه مرستو سېوا کولو او د امریکا او ترکي په عراق او شام کې داعش ته د ماتې ورکولو په سر خبرې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG