لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان افغانستان کې دسيمه ييزو خلکو سره په ګډه دداعش خلاف جنګيږي


 دواکمنانو او  سيمه ييزو قبايلو ترمخه دغه نښته کې تراوسه ٨٠ کسان وژل شوي يا ژوبل شويدي.
 دواکمنانو او  سيمه ييزو قبايلو ترمخه دغه نښته کې تراوسه ٨٠ کسان وژل شوي يا ژوبل شويدي.

دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې پخپل يو راپور کې ويلي دسيمه ييزو واکمنانو او قبايلو سره دشوو مرکو ترمخه دافغان طالب جنګيالو په ملاتړ دسيمه ييز لښکر غړي دختيز افغانستان په يوه لرې پرته ولسوالۍ کې دتندروه ډلې داعش دجنګيالو په ضد جنګيږي.

دواکمنانو او سيمه ييزو قبايلو ترمخه دغه نښته کې تراوسه ٨٠ کسان وژل شوي يا ژوبل شويدي.

دغه جګړه دزيارت په ورځ هاغه مهال پيل شوې کله چې دداعش جنګيالو دپاکستان دپولې ترڅنګ دختيز ولايت ننګرهار په پچيراوګام ولسوالۍ کې دسيمه ييز لښکر په پوستو بريد وکړو، طالب جنګيالي،څوک چې دداعش تندلاري دښمن اؤ قابضين ګڼي، دداعش دبريدونو پشا تمبولو لپاره دمقامي خلکو مرستې ته وررسيدلي دي.

دکابل څخه دطالبانو دچارو پوهه وحيد مژدها ويلي دي طالبان په پچيروګام کې دداعش دجارحيت په ضد دسيمه ييزو اوسيدونکو او مقامي ځواکونو ملاتړ کوي، دهغه وينا وه طالبان دحکومتي ځواکونو مرسته نه کوي خو دسيمه ييزو خلکو سره اودريږي.

ولسوال ميربازخان دامريکا غږ افغان څانګې ته ويلي دبې پيلوټه جاسوسي الوتکو بريدونو کې دداعش د٥٤ جنګيالو دوژل کيدو وروستو دهغوي حوصله يوه څه ماته شوې ده.

هغه ويلي دي چې حکومتي ځواکونه دخالي تر ورځې پورې سيمې ته رسيدلى شي، دطالبانو په ضد دجنګيدونکوطالبانو او حکومتي ځواکو په اړه ويلي دي وضعيت ښه نه دى

سيمه ييزو واکمنانو او حکومتي چارواکو سره دشوو مرکو ترمخه حکومتي ځواکونه دافغانستان څلور ديرشو ولايتونو څخه په ١٤ؤ کې دطالبانو په ضد سخته جګړه کې بوخت دي.

دافغانستان ددفاع وزارت چارواکو دجمعې په ورځ ويلي تير يو شواروز کې لږ ترلږه ٦٦ طالب جنګيالي او پينځه عسکر وژل شوي دي.

افغان حکومت ننګرهار کې دسيمه ييزو خلکو دمرستې لپاره دطالبانو په ملاتړ تر دې مهاله څه رقم غبرګون نه دى څرګند کړى.

داعش دافغانستان په ګڼو سيمو کې ترڅو مياشتو فعاله پاتې شوې ډله ده او دغلته يې په کليو ګڼ بريدونه ترسره کړي، خو دطالب جنګيالو، سيمه ييزو قبيلو، افغان ځواکونو او امريکايي ډرون بريدونوڅخه وروستو هغوي ددغه ولايت دنورو برخو څخه په وتلو مجبوره شوي دي.

دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي ترمخه دداعش جنګيالو د ولسي وګړو اوولس کورونه سوځولي، نښتو کې څلور ولسي وګړي وژل شوي او ٢٧ نور ژوبل شوي دي.

دجوزجان دوالي وياند محمد رضا غفور وينا ده چې شمالي جوزجان او جنوبي هلمند ولايتونو کې دوه لوړپوړي طالب کمانډران او ٢٧ طالب جنګيالي وژل شوي دي،طالبانو ويلي دي چې هغوي جګړه کې دوه امنيتي پوستې او درې عسکر نيولي دي.

دهلمند امنيتي مشاور توريالي همت ويلي دي چې هلمند کې يو طالب کمانډر او دوه ويشت پوځيان دزيارت په ورځ وژل شوي دي.

طالبانو ويلي حکومتي راپورونه دروغ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG