لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبانو پاکستان دقطر دخبرو څخه خبر کړى،چارواکي

داى پي ترمخه پاکستان کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال ويلي دي هغه ددغو غونډو څخه خبر دى خو په دې اړه يې دنورو جزئياتو ورکولو څخه انکار کړى دى، دطالبانو ديو لوړپوړي مشر ترمخه کوم طالبان چې پاکستان ته ليږل شوي په هغوي کې مُلا سلام حنفي او ملا جان محمد شامل دي کوم چې دواړه دطالبانو دواکمنۍ په دور کې وزيران پاتې شوي وؤ، همدغه راز دطالبانو هيئت کې دسعودي عرب او پاکستان لپاره پخوانى سفير مولوي شهاب الدين دلاور هم شامل دى.

خبري ادارې اى پي پخپل يو راپورکې ديو لوړپوړي طالب مشر،يو افغان سفارت کار او يو پاکستاني چارواکي په اړه ويلي دي روانه اوونۍ کې دريوو لوړپوړو افغان طالب مشرانو دپاکستان سفر کړى او اسلام اباد کې يې پاکستاني چارواکو سره يو شمير ليدنې کړي دي او هغوي يې په قطر کې دافغان طالبانو او کابل ترمينځ داوسنو خبرو اترو په اړه خبر کړي دي.

داى پي ترمخه پاکستان کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال ويلي دي هغه ددغو غونډو څخه خبر دى خو په دې اړه يې دنورو جزئياتو ورکولو څخه انکار کړى دى، دطالبانو ديو لوړپوړي مشر ترمخه کوم طالبان چې پاکستان ته ليږل شوي په هغوي کې مُلا سلام حنفي او ملا جان محمد شامل دي کوم چې دواړه دطالبانو دواکمنۍ په دور کې وزيران پاتې شوي وؤ، همدغه راز دطالبانو هيئت کې دسعودي عرب او پاکستان لپاره پخوانى سفير مولوي شهاب الدين دلاور هم شامل دى.

يو لوړپوړي پاکستاني چارواکي دنوم نه څرګندولو په شرط دافغان طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمينځ دليدنو پخلى کړى او ويلي يې دي ګاونډي هيواد افغانستان کې دامنيت دټينګښت باوري کولو لپاره پاکستان خپل کردار ادا کوي.

هغه ويلي دي مونږ به دافغان حکومت او طالبانو ترمينځ خبرو اترو کې اسانتيا ورکولو لپاره هڅې دوامداره ساتو، خو ټوله نړۍ په دې پوهيږي چې دسولې عمل چا تالا ترغه کړى او مونږ نه غواړو په دغو ترخو څيزونو بحث وکړو

پاکستان تيرکال دکابل او طالبانو ترمينځ دنيغ په نيغه خبرو اترو کوربه توب کړى و، خو دسولې دغه عمل دافغان حکومت لخوا دطالبانو دباني مشر ملا محمد عمر دمرګ داعلان څخه وروستو اودريدلى ؤ.

دطالبانو حلقو کې دقيادت پسر اختلافات مخې ته راغلي وو او دملا عمر ځايې ناستى ملا اختر منصور دپاکستان په بلوچستان ايالت کې دډرون يو بريد کې وژل شوى ؤ،پاکستان ته دافغان طالبانو دسفر په اړه دغه پرمختګ وروستو له هغې شوى چې طالبانو او افغان چارواکو قطر کې خفيه مذاکرات وکړل، ددغو مذاکراتو مقصد افغانستان کې دروانې اوږدې جګړې دخاتمې په غرض دسولې په تړون بحث کول وؤ.

پاکستان دغو خبرو اترو کې شامل نه و او طالبانو ويلي پاکستان ته دخبرو اترو تر پاې په دې اړه علم نه ؤ.

افغان ولسمشر اشرف غني پاکستان کې دپناه اخستونکو طالبانو لخوا کابل کې ديو شمير بريدونو ترسره کولو څخه وروستو دغصې څرګندونه کړې وه او ويلي يې وؤ هغه اوس نه غواړي چې پاکستان دې دمذاکراتو برخه وي.

دطالبانو ددوحه دفتر پخواني مشر محمد طيب اغا روانه مياشت کې دافغان طالبانو نوي مشر ملا هيبت الله اخندزاده ته ليږلي يو خط کې په هغه زور راوړى چې پاکستان دې پريږدي او اسلام اباد سره دې اړيکې ماتې کړي، افغان حکومت او امريکا په پاکستان طالبانو ته دپناه ورکولو تور لګولى چې پکې حقاني نيټ ورک هم شامل دى، په حقاني نيټ ورک افغانستان او په ځانګړې توګه کابل کې دخونړو بريدونو ترسره کولو تور دى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG