لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کيمرون کې دريل ګاډي اوړيدو له امله ٥٥ کسان مړه


دچارواکو وينا ده چې دمسافرو څخه ډک ريل ګاډي ديانډى څخه ډولا ته روان و چې ددغه پېښې ښکار شو.
دچارواکو وينا ده چې دمسافرو څخه ډک ريل ګاډي ديانډى څخه ډولا ته روان و چې ددغه پېښې ښکار شو.

دمينځنۍ افريقا هيواد کيمرون کې پاټلۍ څخه دريل ګاډي د غورځيدو او اوړيدو پيښه کې لږ ترلږه ٥٥ کسان مړه او شپږ سوه نور ژوبل شوي دي.

دچارواکو وينا ده چې دمسافرو څخه ډک ريل ګاډي دپلازمينې ياؤنډى څخه ډولا ته روان و چې ددغه پېښې ښکار شو.

دچارواکو وينا ده چې پيښه کې دزياترو ژوبل شوو کسانو حالت سخت دى چې له امله يې دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.

دخبري ادارې اى پي وينا ده چې ريل ګاډي کې دمعمول مطابق دشپږو سوو مسافرو پځايې ١٣٠٠ مسافر سواره وؤ.

دعيني شاهدانو وينا ده چې دريل ګاډي لس ډبې اوړيدلي او په ګڼ شمير کې خلک ترې لاندې شوي دي

دعيني شاهدانو وينا ده چې دسفر په مهال ديو زوردار غږ څخه وروستو دريل ګاډي ډبې دپاټلۍ څخه وغورځيدې.

دپلازمينې ياونډى څخه سحر مهال دچليدونکي دغه ريل ګادي عموماً نهه ډبې وي خو دخبري ادارې رويټرز ترمخه داضافي مسافرو لپاره ريل ګاډي پسې نورې اته ډپې هم تړل شوې وې ځکه چې دزمکې دخويدو له امله دهيواد ددوو لويو ښارونو ترمينځ سړک او پل اغيزمن شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG