لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد:دپاناما ليکس په معامله وزيراعظم او نورو ته نوټس جاري


 دمشر قاضي انور ظهير جمالي په مشرۍ کې درې کسيز بينچ دزيارت په ورځ ددغو خواستونو دلمړۍ اوريدنې په مهال اوريدنه تر دوو اوونو ځنډولې ده.
دمشر قاضي انور ظهير جمالي په مشرۍ کې درې کسيز بينچ دزيارت په ورځ ددغو خواستونو دلمړۍ اوريدنې په مهال اوريدنه تر دوو اوونو ځنډولې ده.

دپاکستان سترې محکمې دپاناما اسنادو په معامله وزيراعظم نوازشريف او دهغه دکورنۍ په ضد دپلټنو او وزيراعظم دنااهله ګرځولو په خواستونو دوزيراعظم نوازشريف په ګډون ټولو خواو ته نوټسونه جاري کړي دي.

دمشر قاضي انور ظهير جمالي په مشرۍ کې درې کسيز بينچ دزيارت په ورځ ددغو خواستونو دلمړۍ اوريدنې په مهال اوريدنه تر دوو اوونو ځنډولې ده.

مخالفو ګوندونو تحريک انصاف، جماعت اسلامي او عوامي مسلم ليګ ترڅنګ وطن پارټۍ هم دې لړ کې سترې محکمې ته مراجعه کړې وه.

دتحريک انصاف مشر عمران خان پخپلو خواستونو کې دريځ خپل کړى و چې دبډو رشوتونو دتورونو له امله دې وزيراعظم او دخزانې وزير اسحاق ډار دهغوي دحکومتي ذمه وارو ترسره کولو څخه منعې کړى شي او پاناما اسنادو کې دهيواد څخه بهر اثاثو لرونکو کسانو کې دوزيراعظم دکورنۍ دغړو دنومونو راتللو څخه وروستو دې ددغه معاملې پلټنې وکړى شي.

جماعت اسلامي پخپل خواست کې غوښتنه کړې چې دمحصولاتو وفاقي ادارې(ايف بي ار) او ملي احتساب بيورو ته دې دهاغو ټولو پاکستاني وګړو او کمپنو څخه دپلټنو کولو کولو امر وکړى شي دکومو نومونه چې پاناما اسنادو کې راغلي دي.

دلمړۍ اوريدنې څخه وروستو دعدالت څخه بهر ميډيا سره خبرو کې دتحريک انصاف دمشر عمران خان وينا وه هغه دسترې محکمې ددغه ګام ستاينه کوي.

عمران خان ويلي دي دبادشاه(وزيراعظم نوازشريف) دقانون لاندې راوستو لپاره دا لمړى ګام دى، دا مونږ دپاکستان جمهوريت لپاره ښه ګام ګڼو، مونږ هيله کوؤ چې کله کيس شروع شي نو هاغه څيزونه به هم مخې ته راشي کوم چې پاکستاني قام څخه تراوسه پټ ساتل شوي

داپريل مياشت کې دپاناما اسنادو دانکشاف څخه وروستو حکومت او مخالفو ګوندونو ددې دپلټنو لپاره ديوې متفقه تګلارې لپاره کميټه هم جوړه کړې وه خو ددغه کميټۍ ټولې غونډې بې سوده ثابت شوي، دتحريک انصاف مشر عمران خان په دغه معامله دوزيراعظم او دهغه دحکومت په ضد دهيواد په کچه احتجاج هم پيل کړى دى.

دجماعت اسلامي مشر سراج الحق دسترې محکمې څخه بهر ميډيا سره خبرو کې ويلي دي هغه په ستره محکمه باور لري.

هغه ويلي دي غواړي چې عدالت قام مايوسه نه کړي دا د چا شخصي جګړه نه ده بلکې دقام دراتلونکي معامله ده.

داوريدنې په مهال ددفاع وفاقي وزير خواجه اصف او دريلوى وزير خواجه سعد رفيق هم موجود وؤ، هغوي وروستو ميډيا سره خبرو کې وويل وزيراعظم او دهغوي ګوند داحتساب څخه نه ويريږي.

عمران خان په دوهم نومبر پلازمينه اسلام اباد کې دلويې احتجاج اعلان کړى چې پکې به دهغه په قول اسلام اباد بندولى شي.

دزيارت په ورځ حکومتي غړو دتحريک انصاف مشر ددغه احتجاج پسر دنيوکو لاندې نيولى دى.

وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ويلي دي تحريک انصاف ته پکار دي چې اوس عدالت ته راشي او دسترې محکمې دپريکړې انتظار وکړي.

خو عمران خان ويلي دي احتجاج يې جمهوري حق دى او دسترې محکمې لخوا دخواستونو اوريدنې سره دهغه احتجاج ته نور قوت هم ترلاسه شوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG