لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي ځواکونه په تښتېدونکو سُنیانو باندې تشدد کوي وژني يې


اېمنسټي ویلي(د عدالت پرته وژنې، په زور تري تم کول، تشدد او په غېر قانوني توګه بندیان جوړول هیڅ جواز نه لري).
اېمنسټي ویلي(د عدالت پرته وژنې، په زور تري تم کول، تشدد او په غېر قانوني توګه بندیان جوړول هیڅ جواز نه لري).

د بشري حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل ویلي د داعش د ولقې لاندې سیمو نه تښتېدونکو سُني مسلکه سړو باندې په مبینه توګه د عراق ځواکونه او نیم پوځې دستې تشدد کوي او وژني يې، ځکه چې دوي مشکوک ګڼلی شي چې د دوي د تُندلارو سره اړیکې وې.

د نهې/ سه شنبې په ورځ ادارې په خپل راپور کې ویلي ( په داسې وخت کې چې کله موصل د قبضې دپاره جګړه پېل شوې دا مهمه ده چې عراقي چارواکي د دې خبرو د یقيني کولو دپاره اقدامات وکړي چې حالات ډېر خراب نه شي).

اېمنسټي ویلي(د عدالت پرته وژنې، په زور تري تم کول، تشدد او په غېر قانوني توګه بندیان جوړول هیڅ جواز نه لري).

ادارې دغه راپور د هغو ۴۷۰ کسانو نه د پوښتنو په بنیاد جوړ کړی شوی دی او په دغو کسانو کې هغه خلک هم شامل دي، کوم چې د داعش د علاقو نه وتلي او د وسله والو ملاتړ شک پرې شوی ؤ.

د سُني مسلک سره تعلق لرونکو ځینو کسانو ویلي دوې په شاړو کورونو کې بند کړی شوي چې په دیوالونو يې وینې وې دوې ته خوراک او اوبه نه ورکول کېدې او تشدد به پرې کولی شو.

د دوي په وینا په دوي به پولیس ودرولی شو اوداغونه پرې اېښودی شوي دي.

ایمنسټي ویلي د مئي په میاشت کې د ۱۶ کسانو یوه ډله چې پکې څلور هلکان هم شامل وو، دوي د فلوجه نه تښتيدو کې بریالي شوي او ځان يې د عراقي پولیس او پوځ وردۍ اغوستو کسانو ته سپارلی ؤ خو دوي هلته ووژل شو.

د ایمنسټي ترمخه کُرد چارواکو د داعش د ولقې لاندې علاقو نه وتونکو د ۱۵ نه تر ۶۵ کالو پورې سړو پلټنې پېل کړي خو اېمنسټي وايي دا عمل مشکوک دی.

عراقي چارواکو د اېمنسټي په راپور څه نه دي ویلي او کُردانو يې تورونه رد کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG