لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو افغانستان سره خفيه مذاکرات رد کړي دي


 افغان چارواکو دنهې په ورځ دعوه کړې وه چې هغوي دستمبر دمياشتې راهسې طالبانو سره دوحه کې دوه غونډې کړي، دوحه کې طالبان خپل سياسي دفتر لري. په دې اړه ترټولو لمړى راپور برطانوي ورځپاڼې ګارډين ورکړى ؤ.
افغان چارواکو دنهې په ورځ دعوه کړې وه چې هغوي دستمبر دمياشتې راهسې طالبانو سره دوحه کې دوه غونډې کړي، دوحه کې طالبان خپل سياسي دفتر لري. په دې اړه ترټولو لمړى راپور برطانوي ورځپاڼې ګارډين ورکړى ؤ.

طالبانو دشورو په ورځ افغان حکومت سره دخفيه مذاکراتو ترسره کيدو په اړه راپورونه رد کړي او ويلي يې دي په دې اړه دهغوي تګلاره بدله شوې نه ده.

افغان چارواکو دنهې په ورځ دعوه کړې وه چې هغوي دستمبر دمياشتې راهسې طالبانو سره دوحه کې دوه غونډې کړي، دوحه کې طالبان خپل سياسي دفتر لري. په دې اړه ترټولو لمړى راپور برطانوي ورځپاڼې ګارډين ورکړى ؤ.

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه طالب وياند ذبيح الله مجاهد يو بيان کې (افغان چارواکو سره) دمذاکراتو يا غونډو په اړه راپورونه رد کړي دي.

دافغانستان طلوع تيليويزيون دصدارتي محل ديوې سرچينې په اړه ويلي وو دافغانستان دانټلي جنس مشر محمد معصوم ستانکزۍ او دملي امنيت صلاح کار محمد حنيف اتمر دقطرو يوه غونډه کې ګډون کړى ؤ.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي داسلامي امارت استازو ستانکزي يا نورو چارواکو سره ليدنه نه ده کړې، دمذاکراتو په اړه زمونږ دريځ نه دى بدل شوى، په دغه اړه زمونږ تګلاره ډيره واضحه ده.

افغان طالبان افغان حکومت سره دمذاکراتو لپاره افغانستان څخه دټولو غيرملکي پوځيانو دوتلو شرط ږدي.

ګارډين ويلي وو دافغان حکومت او افغان طالبانو ترمينځ شوو خفيه مذاکراتو کې دافغان طالبانو دباني مړ شوي مشر ملا عمر ورور مُلا عبدالمنان اخند برخه اخستې وه.

دطالبانو ديو مشر په اړه ورځپاڼې دا هم ويلي وو چې غونډو کې يو لوړپوړى امريکايي سفارت کار هم موجود ؤ.

دافغان حکومت او افغان طالبانو ترمينځ دمذاکراتو بيلا پيل کولو لپاره دڅلور ملکي رابطه ډلې لخوا هلې ځلې روانې وې دافغان طالبانو نوي مشر ملا اخند دافغان حکومت په ضد دجګړې ددوامداره ساتلو او دمذاکراتو کولو څخه انکار وروستو له هغې کړى و چې دمئ مياشت کې دپاکستان په بلوچستان ايالت کې يو امريکايي ډرون بريد کې دافغان طالبانو مشر ملا اختر منصور وژل شوى و.

طالبانو دنوي مشر ملا هيبت الله اخندزاده په مشرۍ سخت مزاحمت ښودلى ، په شمالي ښار کندوز يې په دوهم ځل بريد کړى او دهلمند ولايت سرښار يې هم تر ګواښ لاندې راوستى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG