لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

موصل کې د داعش په ضد پرمختګ دوام لري


په دغو عملیاتو کې د عراق ۳۰زره عسکر او د کُرد پېش مرګه څلور زره سرتیري برخه اخلي.
په دغو عملیاتو کې د عراق ۳۰زره عسکر او د کُرد پېش مرګه څلور زره سرتیري برخه اخلي.

د عراق دوېم غټ ښار موصل کې د داعش د جنګیالو په ضد د عراقي پوځ او کُرد پېش مرګه ځواکونو پرمختګ دوام لري.

د امریکا د دفاع وزارت پېنټاګون ویاند پيټرکُک خبریالانوته ویلي د پرمختګ نه داسې اشارې ترلاسه کيږي چې عراقي ځواکونو تراوسه پورې د توقع نه زیاتې کامیابۍ ترلاسه کړي دي.

هغه ویلي د عراقي ځواکونو عملیات د (منصوبې ترمخه روان دي).

ځمکنو ځواکونو ته د امریکا په مشرۍ د جوړ اتحاد هوايي مرستې هم ترلاسه دي.

موصل چې د عراق دوېم غټ ښار دی او د ګل/دوشنبې په ورځ د عراق وزیراعظم حېدرالعبادي د دغه ښار د داعش نه بیرته اخستو دپاره په رسمي ډول د عملیاتو پېل کولو اعلان کړی ؤ.

په دغو عملیاتو کې د عراق ۳۰زره عسکر او د کُرد پېش مرګه څلور زره سرتیري برخه اخلي.

راپورونه وايي ځواکونه د توقع نه سېوا په تېزۍ سره موصل پله پرمختګ کوي، او د داعش د جنګیالو نه یې ځنې علاقې خالي کړي دي.

ولې په ځینو علاقو کې د داعش جنګیالي ځواکونو ته مخامخ شوي دي.

د پلان ترمخه د موصل په عملیاتو کې ځواکونوسره د امریکا د ځانګړو ځواکونو د۲۰۰ غړو مرسته هم ملګرتیا کوي، په دوې کې ځینې په مخکنو مورچو باندې جنګېدو سره دي.

د امریکا د دفاع د چارواکو په وینا د ځواکونو کار یې د مشورې او مرستې دی او ځینې د هوايي مرستو رابللو کار کولی شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ د ګل په ورځ ویلي دغه عملیات یوه (مهمه ازموینه ده)، هغه ویلي ( داعش د ښار نه ویستل به یو مهم سټراټيجیک پرمختګ وي).

بل لور ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې څنګه دغه جګړه سېوا کيږي د موصل نه نزدې لس لاکه خلک کډه کېدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG