لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وسله والو افغانستان کښې خبريال وژلى دى

 دزابل دپوليسو مشر ميرويس نورزي په دې اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي په قندهار ولايت کې دملي راډيو ټيلي ويژن افغانستان( ار ټي اى) خبريال يعقوب شرافت دزابل ولايت دقلات ښار په رساله نومې کلي تر بريد لاندې راغلى دى.

دافغان ميډيا راپورونو کې دپوليس چارواکو له خُلې ويل شوي دي تيرماښام جنوبي ولايت زابل کې نامعلومو وسله والو يو خبريال وژلى دى.

دزابل دپوليسو مشر ميرويس نورزي په دې اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي په قندهار ولايت کې دملي راډيو ټيلي ويژن افغانستان( ار ټي اى) خبريال يعقوب شرافت دزابل ولايت دقلات ښار په رساله نومې کلي تر بريد لاندې راغلى دى.

دافغانستان جرنلسټس سيفي کميټۍ( اى جى ايس سي) ډايريکټر نجيب شريفي منلې چې دوه زره شپاړسم کال افغانستان کې دصحافت دتاريخ ترټولو خونړى کال پاتې شوى.

تيره وونۍ هم وسله والو دافغانستان دټايمز ورځپانې په صحافي عبدالصبور سرير کابل کې بريد کړى و چې له امله يې هغه ژوبل شوى و.

دريوو وسله والو په خواجه بُغرا سيمه کې دهغه ګاډى په داسې حال کې نيولى ؤ چې هغه ددفتر څخه کور ته راستنيدو، هغوي ګاډى، دسرير ليپ ټاپ او سيل فونونه دځان سره وړي او هغه يې ژوبل کړى ؤ.

افغانستان کې دميډيا په ضد ترټولو خونړى بريد دجنورۍ مياشت کې کابل کې هاغه مهال ترسره شوى و کله چې په يو وړوکي بس طالبانو ځانمرګي بريد ترسره کړى و، دغه بريد کې دطلوع نيوز عمله وړل کيده، چې پکې ددغه ادارې اووه ملازمان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG