لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند: مذهبي مېله کې د ګډوډي جوړېدو پېښه کې ۱۹ تنه وژل شوي


پولیسو خلک د یو پُل نه په شا کول او په دغه وخت کې داسې وویل شو چې پُل مات شو او په ګڼه کې منډې شورو شوې.
پولیسو خلک د یو پُل نه په شا کول او په دغه وخت کې داسې وویل شو چې پُل مات شو او په ګڼه کې منډې شورو شوې.

د هندپه شمال کې پولیس ویلي د خالي/شنبې په ورځ د هندوانو د یو مندر نه بهر د ګډوډي جوړېدو پېښه کې لږترلږه ۱۹ تنه وژل شوي دي.

دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې کله د هند د ګروجائی ګرودیو په لسګونو منونکي اترپردیش ریاست کې موقعیت لرونکې یو مقدس ښار ورانسي کې راجمع وو، دغه ځاې د مندرونو دپاره مشهور دی.

یو پولیس افسر اېس کی بهګت رسنیو ته ویلي مذهبې مېله کې د ۳۰۰۰ تنو انتظام شوی ؤ ولې هلته ۷۰۰۰ زره تنه راغلي وو.

پولیسو خلک د یو پُل نه په شا کول او په دغه وخت کې داسې وویل شو چې پُل مات شو او په ګڼه کې منډې شورو شوې.

یو کس چې دغه حال يې په خپله لیدلی ويلي يې دي ډېر ګډوډی ؤ خلکو یو بل له دیکې ورکولې ډېر خلک پکې ګوزار او مړه شو او دهغه مور پکې هم شامله ده.

ډېر خلک ژوبل شوي او روغتونو ته وړل شوي دي.

هند کې په مذهبي مېلو کې دغه ډول پېښې زیاتره رامنځته کيږي، د جولايۍ په میاشت کې ۲۷ کسان په دریای ګوداواري کې یوه مذهبي مېله کې وژل شوي او په کال ۲۰۱۳م کې مدهیه پردېش کې ګډوډي جوړېدو کې ۱۱۰ کسان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او واړه وو.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG