لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغداد:دداعش ځانمرګي بريد کې ٣٥ کسان وژل شوي


 دخبري ادارې رويټرز ترمخه يوځانمرګي د بغداد  شمالي سيمه الشعب کې  ديوې خيمې دننه  دشيعه مسلمانانو په مينځ کې ځان الوځولى، دغو خلکو دعاشورې رسومات نمانځل.
 دخبري ادارې رويټرز ترمخه يوځانمرګي د بغداد  شمالي سيمه الشعب کې  ديوې خيمې دننه  دشيعه مسلمانانو په مينځ کې ځان الوځولى، دغو خلکو دعاشورې رسومات نمانځل.

دعراق پلازمينه بغداد کې ديو ځانمرګي بريد له امله لږ ترلږه ٣٥کسان وژل شوي او ٥٠ نور ژوبل شوي دي.

دخبري ادارې رويټرز ترمخه يوځانمرګي د بغداد شمالي سيمه الشعب کې ديوې خيمې دننه دشيعه مسلمانانو په مينځ کې ځان الوځولى، دغو خلکو دعاشورې رسومات نمانځل.

په ډاګه دې وي چې تندروه ډله داعش دلويديز او شمالي عراق په زياترو سيمو واک لري چې پکې ددغه هيواد مهم ښار موصل هم شامل دى.

دعراقي ميډيا راپورونه وايي تندروه ډلې داعش ددغه بريد ذمه واري قبوله کړې ده، دايران يو ټي وي پخپل راپور کې ويلي دي دځانمرګي نوم ابو فهدالعراقي ؤ، دغه ځانمرګي بريد په داسې حال کې ترسر شوى چې عراقي سرکاري ځواکونو دداعش څخه دشمالي ښار موصل دقبضې دبيرته اخستو لپاره دجګړې دپيل کولو تيارۍ کولې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG