لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه ايجنسي کې په پاک افغان خرلاچي ګيټ ځانمرګي بريد


سيمه کښې دونګ کمانډر  کرنل ياسر بشير  په نوم ديو عسکري مشر وينا ده چې  چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې   په پاک افغان خرلاچي ګيټ دافغانستان داړخ څخه يو ځانمرګي  دداخليدو هڅه کوله او کله مليشه ځواکونو دهغه دمخې نيولو نيولو هڅه وکړه نو هغه ځان والوځولو.
سيمه کښې دونګ کمانډر  کرنل ياسر بشير  په نوم ديو عسکري مشر وينا ده چې  چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې   په پاک افغان خرلاچي ګيټ دافغانستان داړخ څخه يو ځانمرګي  دداخليدو هڅه کوله او کله مليشه ځواکونو دهغه دمخې نيولو نيولو هڅه وکړه نو هغه ځان والوځولو.

دپاکستان قبايلي سيمه کرمه ايجنسۍ کېديو ځانمرګي بريد له املهدمليشه ځواکونو ديو عسکر په ګډون دوه تنه ژوبل شوي دي.

سيمه کښې دونګ کمانډر کرنل ياسر بشير په نوم ديو عسکري مشر وينا ده چې چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې په پاک افغان خرلاچي ګيټ دافغانستان داړخ څخه يو ځانمرګي دداخليدو هڅه کوله او کله مليشه ځواکونو دهغه دمخې نيولو نيولو هڅه وکړه نو هغه ديوې تيزې نعرې سره ځان والوځولو.

پيښه کې دايف سي ديو عسکر بهتي ګل بهټاني په ګډون دوه کسان ژوبل شوي دي.

دسرچينو وينا ده چې پيښه کې دايف سي ديو عسکر په ګډون دوه کسان ژوبل شوي دي.

دامنيتي سرچينو وينا ده سيمه کې دغه ځانمرګي بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې دپاک افغان خرلاچۍ ګيټ دکرمې ايجنسۍ اړخ ته ددريوو کليو په امام باړو کې دمحرم په اړه ماتمي جلوسونه روان وؤ اؤ دځانمرګي ممکنه هدف دغه امام باړې کيدى شوې.​

په ازادانه توګه ددغه ځانمرګي بريد او پکې دخلکو دژوبل کيدو پخلى نه دى شوى.

تر دې مهاله ددغه ځانمرګي بريد ذمه واري چا نه ده قبوله کړې خو له دې وړاندې دپاکستان بيلا بيلو سيمو کې په اقليتي ورورولۍ، امنيتي ځواکونو او حکومتي ودانو دترسره شوو چاودنو او بريدونو پړه تندروه ډلې داعش، جماعت الاحرار او نورو ډلو په غاړه اخستې ده.

دخېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا يو بيان کې په خرلاچي ګيټ دځانمرګي بريد غندنه کړې ده.

ګورنر جهګړا ويلي دي دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې دهغه په قول ټول قام امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دى.

دخېبرپښتونخوا ګورنر داهم ويلي دي چې دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې به امنيتي ځواکونو لخوا ورکړى شوې قربانۍ بې ځايه نه ځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG