د پاکستان پنجاب صوبې په ډېره غازي خان سیمه کې د پولیسو په یوه مقابله کې اته مشکوک ترهګر وژل شوي دي .
د پولیسو د ترهګرۍ ضد عملیات کوؤنکې څانګې (سي ټي ډي) ویاند ویلي دوې ته دهړکه وه چې د محرم د عاشورې په مهال ترهګر منصوبه جوړوي چې د ملتان سره نزدې په شجاع اباد سیمه کې ترهګري وکړي او د هغوې په ضد د لټون عملیات وکړی شو.
د سي ټي ډي د ویاند ترمخه پولیس ته وروستو معلومه شوه چې د تحریک طالبان پاکستان او القاعده سره اړونده وسله وال د عملیاتو په نتیجه کې د ډېرغازي خان تومني روډ ته منتقل شوي دي.
ویاند ویلي د پنجشنبې او جمعې په منځنۍ شپه کې د سي ټي ډي ډلې په دغه ځاې چهاپه ووهله او وسله والو د سي ټي ډي په سرتیرو لاسي بمونه وویشتل.
( د پولیس سرتیرو په خپله دفاع کې ځوابي ډزې کړي اوچې کله نښته ختم شوه هلته د اته ؤ ترهګرو مړي ترلاسه شو).
د سي ټي ډي د ویاند ترمخه د پولیس سره نښته کې درې وسله وال په تېښته کې بریالي شوي او دوې یې لټون پېل کړی دی.