لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : سترې محکمې دآسيه بي بي دکيس اوريدنه ځنډولې


Women throw earthern pitchers onto the ground to protest against the shortage of drinking water outside the municipal corporation office in Ahmedabad, India.
Women throw earthern pitchers onto the ground to protest against the shortage of drinking water outside the municipal corporation office in Ahmedabad, India.

دپاکستان سترې محکمې دمذهب دسپکاوي په تور کې دمرګ سزا موندونکې آسيه بي بي داپيل اوريدنه ځنډولې او دراتلونکې اوريدنې لپاره اوس مهال کومه نيټه هم نه ده مقرر کړل شوې.

عيسائي ميرمنې آسيه بي بي شپږ کاله دمخه هغې ته داورول شوې مرګ دسزا په ضدستره محکمه کې خواست جمع کړى دکوم اوريدنه چې دقاضي ثاقب نثار مشرۍ کې درې کسيز بينچ دزيارت په ورځ پيل کړې وه.

خو بينچ کې دشامل قاضي اقبال حميدالرحمان په دې ويلو سره ځان داوريدنې څخه بيل کړى چې هغه دپنجاب دوژل شوي ګورنر سلمان تاثير دمعاملې اوريدونکي بينچ کې هم شامل و او ددې دواړو معاملو خپل مينځ کې تعلق دى نو ځکه دآسيه بي بي دخواست اوريدنه کې نه شي شامليدى.

پاکستان کې ځينې مذهبي ډلې دآسيه بي بي دمرګ په سزا دعمل درامد غوښتنه کوي او هم له دې امله دزيارت په ورځ دسترې محکمې څخه بهر دبيړني وضعيت مخنييو لپاره په ګڼ شمير کې پوليس عسکر ګمارل شوي وؤ.

دلاهورهائيکورټ ٢٠١٤م کې داسيه بي بي لخوا دخپلې مرګ دسزا په ضد جمع کړل شوى اپيل خارج کړى ؤ اؤ ديو ښکتني عدالت له لوري يې هغې ته داورول شوې مرګ سزا پځايې ساتلې وه.

دآسيه بي بي په ضد کال ٢٠٠٩م کې دمذهب دسپکاوي په تور مقدمه درج کړل شوې وه اؤ تر ټولو وړاندې دپاکستان دپنجاب صوبې دننکانه ضلعې عدالت هغې ته په کال ٢٠١٠م کې دمرګ سزا اورولې وه.

په آسيه بي بي تور دى چې هغې پخپله سيمه کې پټو کې دکار کولو په مهال هلته دموجودو نورو ښځو سره دبحث په مهال داسلام دپيغمبر حضرت محمد(ص) شکمن سپکاوى کړى ؤ.

دهغې معامله هاغه مهال دپام وړ وګرځيده کله چې دهاغه وخت دپنجاب صوبې ګورنر سلمان تاثير دآسيه بي بي سره جيل کې ليدنه وکړه اؤ وروستو يې بيان ورکړو چې دمذهب دسپکاوي قانون کې بدلون پکار دى.

وروستو سلمان تاثير دکال ٢٠١١م دجنورۍ په مياشت کې دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې خپل يو سرکاري ساتونکي ممتاز قادري دنورو ساتونکو په موجودګۍ کې وژلى ؤ.

ممتاز قادري په هاغه وخت وئيلي وؤدپنجاب پخوانى ګورنر سلمان تاثير يې له دې امله وژلى ؤ چې هغه درسالت دسپکاوي قانون ته تور قانون وئيلى ؤ، وروستو ممتاز قادري هم تيزندي کړى شوى ؤ.

مسيحي ورورولي دپاکستان د٢٠ کروړه مسلمانانو داکثريتي ابادۍ څلور فيصده جوړيږي اؤ په اوسنو مياشتو کې پرې پاکستان کې دپاريدلو خلکو اؤ تندلارو دواړو له لوري تشدد اؤ بريدونو کې اضافه راغلې ده.

تيرکال په ذهني توګه يو ناروغه برطانوي وګړى دمذهب دسپکاوي په تور وژل شوى ؤ

دپاکستان دپنجاب صوبې په لاهور ښار کې له دې وړاندې دشهزاد مسيح اؤ دشمعې بي بي په نوم مسيحي ښځه اؤ خاوند تر ١٥٠٠ؤ پورې پاريدلو خلکو دمذهب دسپکاوي په تور دښختو په بهټۍ کې سوځولي وؤ.

دپنجاب پخوانى ګورنر سلمان تاثير ترڅنګ داقليتونو مرکزي وزير شهباز بهټي هم پاکستان کې دمذهب دسپکاوي په تورونو وژل شوى ؤ.

ناقدين اؤ دبشري حقونو ډلې دپاکستان حکومت څخه غوښتنې کوي چې دمذهب دسپکاوي قانون کې دې بدلون وکړي ځکه چې دهغوي په قول بااثره خلک څه وخت هم دخپلو ذاتي شخړو په اساس په بې ګناه کمزورو خلکو دمذهب دسپکاوي تورونه لګولى اؤ عدالتونه بيا هغوي ته دمرګ سزا اورولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG