لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد:د سپېن د قونصلګرۍ یو کارکوؤنکي مړی د کورنه ترلاسه شوی


د پولیس په وینا داسې ښکاري چې سفارتکار ځان په ډز وژلی دی،
د پولیس په وینا داسې ښکاري چې سفارتکار ځان په ډز وژلی دی،

پلازمینه اسلام اباد کې د سپېن/هسپانیه د قونصلګرۍ یو کارکوؤنکي نن د زیارت/پنجشنبې په ورځ خپل کور کې مړ ترلاسه شوی دی.

د اسلام اباد د کوهسار تهاڼې یو پولیس افسر وایس اف امریکا ته ویلي چې جېوان جوز جينر نومې سفارتکار په اېف سېون سیکټر ټو کې اوسېداو د هغه باورچي/ پخلي کوؤنکي نن سهار دوې ته دغه خبر ورکړی دی.

د پولیس په وینا داسې ښکاري چې سفارتکار ځان په ډز وژلی دی، ځکه چې د مړي سره د موقعې نه تماچه ترلاسه شوې ده.

پولیس چارواکي ویلي د قونصلګرۍ کارکوؤنکی یواځې په کور کې اوسېدو، پخلي والا تن به یې د ورځ کار کولو او شپې له به کور ته تلو.

د پخلي والا حمید په وینا نن سهار چې د معمول ترمخه د سفارتکار کور ته راورسېد، درازه بنده وه او د لږ انتظار نه وروستو هغه پولیس خبر کړل .

د پولیس په وینا د سپېن د سفارت خانې د خبرولو او بیا د هغوې په موجودګۍ کې درازه خلاصه کړی شوه.

د سفارتکار مړی د پوسټ مارټم دپاره روغتون ته منتقل کړی شوی او د سپېن سفارتخانې ته سپارل شوی دی.

پولیس ویلي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG