لاس رسیدونکی لینک

د ملامنصور د وژنې وروستو طالبانود مالي ستونزو ښکار، راپور


افغانستان کې د نشه یي توکه خور وور تجارت د طالبانو د مالي کمي پوره کولو غوره لار ګڼلی شي.

افغانستان کې د نشه یي توکه خور وور تجارت د طالبانو د مالي کمي پوره کولو غوره لار ګڼلی شي.

افغانستان کې د نېټو ځواکونو د قاطع ماموریت د ملاتړ ویاند ویلي افغان طالبان د خپل پخواني مشر ملااخترمنصور د وژنې وروستو د مالي فشار سره مخ دي، ملامنصور به د دوې د مالي مرستو انتظام کولو.

بریګیډیر جنرال چارلس کلیولېنډ د چهارشنبې په ورځ کابل کې ویلي ( مونږ دغه ثبوت د دوې د ځاي محصول زیاتېدو په صورت کې لیدلی دی، دا په داسې کې چې دوې دخپل تاوان نه بهر وتلو دپاره هلې ځلې کوي، مونږ ګڼوچې دغه حالات د ملامنصور د وژنې په نتیجه کې راپېدا شوي دي).

د کلیولېنډ په وینا ملامنصور چې د مئي په میاشت کې د پاکستان بلوچستان صوبه کې یو امریکايي ډرون برید کې وژل شوی ؤ،(د مالي چارو کارپوهه) ؤ، او د هغه د پوهې او نشه يي توکو د تجارت له کبله به ډلې ته په جګړه کې مالي مرستې ترلاسه کېدې.

افغانستان کې د نشه یي توکه خور وور تجارت د طالبانو د مالي کمي پوره کولو غوره لار ګڼلی شي. د نیویارک ټایمز د یو خبر ترمخه د طالبانو د نشه یي توکو په لړ کې د (منصور د اسحاق زۍ قبیلې د نشه يي توکو د قاجاقبرو سره اړیکې وې).

د دغه لارې هغه ځانله پېسې راجمع کړې د ډلې کړکېچ يې ختم کړی او په مالي توګه يې د طالبانو مرستې کړي دي.

کلیولېنډ ویلي(دا ښه فصل ؤ او هیله وه چې طالبان به ترې ډېره ګټه واخلي خو چې کله منصور ووژل شو مونږ ته په خصوصي توګه داسې ثبوتونه په لاس راغلي چې دوې په ځايي خلکو ټېکس زیات کړی دی).

د سیاسي چارو څیړنکار حامدصبوري وايي د ټېکس سېوا کېدو یو علت دا هم کېدی شي چې د هغوې په منابعو نور بوج زیات شوی وي).

هغه ویلي (په تیرو څو میاشتو کې جګړه تېزه شوې ده څرګنده ده د دې دپاره هغوې ته وسایل/منابع پکار دي، زما په خیال هم دا وجه ده چې دوې ټېکس زیات کړواو د امدن نور لارې چارې هم لټوي).

د مالي فشار له امله د طالبانو جګړه ییز ماموریت اغېزمن کيږي. ولې کلیولېنډ مني چې یاغي ډلې د څه حده پورې دغه فشار د افغان امنیتي ځواکونو پرضد نښتو کې پوره کوي.

کلیولېنډ ویلي ( مونږ دا هم لیدلي چې هغه په کومه پوسته برید وکړي او د هلته نه د ځان دپاره څه ترلاسه کړي).

کابل کې دفاعي څیړنکار پخوانی جنرال جاوېدکوهستاني وايي د طالبانو دپاره جګړه ګرانه سودا نه ده.

د کوهستاني په وینا هغوې د پوځ نه څيزونه تښتولي دي او هغه علاقې يې نیولي چرته چې بارود دومره ګران نه ؤ، هغوې ته د کلاشنکوف یو کارتوس د پينځه ؤ نه تر ۱۰ سینټو پورې پریووځي).

XS
SM
MD
LG