لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان درې افغان طالب مشران نيولي،راپور


 دورځپاڼې ترمخه نيول شوو افغان طالب مشرانو کې احمدالله مطيع چې دناني په نوم شهرت لري او دملا اختر منصور په مشرۍ کې يې داستخباراتي مشر په توګه دنده ترسره کړې او دوه نور طالب مشران شامل دي.
دورځپاڼې ترمخه نيول شوو افغان طالب مشرانو کې احمدالله مطيع چې دناني په نوم شهرت لري او دملا اختر منصور په مشرۍ کې يې داستخباراتي مشر په توګه دنده ترسره کړې او دوه نور طالب مشران شامل دي.

دپاکستان دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټربيون دطالب مشرانو له خُلې پخپل يو راپور کې ويلي دي چې پاکستان کې درې افغان طالب مشران نيول شوي دي.

دورځپاڼې ترمخه نيول شوو افغان طالب مشرانو کې احمدالله مطيع چې دناني په نوم شهرت لري او دملا اختر منصور په مشرۍ کې يې داستخباراتي مشر په توګه دنده ترسره کړې او دوه نور طالب مشران شامل دي.

ورځپاڼې دطالب مشرانو له قوله ويلي دي ناني درې ورځې وړاندې دبلوچستان څخه نيول شوى، سليمان اغا، څوک چې ددايکندي ولايت والي وو او ملا ثاني چې دصمد ثاني په نوم هم شهرت لري، څوک چې ديوې مدرسې مشر او يو وتلى تاجر دى،هغوي طالبانو سره اړيکې لري ،هغوي هم نيول شوي دي.

په حکومتي توګه ددغو طالب مشرانو دنيول کيدو په اړه تر دې مهاله هيڅ رقم غبرګون مخې ته نه دى راغلى، خو ځينو سرچينو ورځپاڼې ته پخلى کړى چې دغه طالب مشران وروستو له هغې نيول شوي چې طالبانو(افغان حکومت) سره له خبرو اترو پيل کولو انکار وکړو، دورځپاڼې وينا ده دطالبانو يوې سرچينې ويلي چې بلوچستان کې نزدې ورځو کې لږ ترلږه اته طالب مشران نيول شوي دي.

دغه سرچينه وايي دامير خان متقي،څوک چې دطالبانو دواکمنۍ په مهال داطلاعاتو وزير و، پټ شوى دى

راپور کې ويل شوي دي چې دطالبانو ځينې سرچينې وايي ملا ناني اوس اوس دافغان طالبانو دمشر ملا هيبت الله لخوا دستر قاضي په توګه ګمارل شوى و. هغه دطالبانو په هاغو مشرانو کې شامل و کوم چې دناراضو طالب مشرانو دملا اختر لپاره دملاتړ په اعلانولو کې بوخت وؤ.

پاکستان کې دغه طالب مشران په داسې حال کې نيول شوي چې طالبانو افغانستان کې خپلو دتشدد پېښو کې اضافه راوستې ده.

ورځپاڼې دعوه کړې ده چې يوې باوري سرچينې ورته ويلي دپاکستان دغه ګام دطالبانو دمذاکراتو ميز ته راوستو پسې تړلى دى.

دغه سرچينې دا هم ويلي دي چې پاکستان طالبانو سره دافغان سولې دعمل دګډون لړ کې رابطه کړې وه خو هغوي افغان حکومت سره دمذاکراتو څخه دانکار په اړه خپل دريځ تکرار کړى و.

تيره ورځ دافغانستان پلازمينه کابل کې دشيعه مسلمانانو په يو زيارت شوي بريد کې ١٤ کسان وژل شوي وؤ.

همدغه راز دافغانستان جنوبي ولايت هلمند په لشکرګاه کې هم دافغان طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمينځ سختې نښتې شوي چې پکې د٤٠ؤ طالب جنګيالو دوژل کيدو اطلاع ترلاسه شوې ده.

دطالبانو نوي مشر هيبت الله افغانستان څخه دټولو غيرملکي پوځيانو تر وتلو دافغان حکومت په ضد دجګړې ددوامداره ساتلو ژمنه کړې ده.

پاکستان دافغان سولې دعمل دملاتړ دعوه کوي خو دافغان ولسمشر اشرف غني په ګډون افغان مشران پاکستان څخه غوښتنه کوي چې دافغان طالبانو دمذاکراتو ميز ته دراوستو پځايې دې پخپله خاوره دموجودو افغان طالبانو دمشرانو او دهغوي دخوندي ځالو په ضد پوځي عمليات وکړي.

خو دپاکستان پوځ او حکومت بيا دريځ لري چې افغانستان کې دکومې(تندروه) ډلې ملاتړ نه کوي او شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب په مهال يې دترهه ګرو ټولې ډلې پرته له کوم امتياز څخه په نخښه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG