لاس رسیدونکی لینک

حلب کې روسي الوتکو بیادرنه بمباري کړې


. د شام د حالاتو د څار ادارې (سیرئین ابزرويټري فار هیومن رايټس) ويلي په وروستیو ورځو کې دغلته په ترسره شوې بمبارۍ کې دا تر ټولو زیاته سخته وه.

. د شام د حالاتو د څار ادارې (سیرئین ابزرويټري فار هیومن رايټس) ويلي په وروستیو ورځو کې دغلته په ترسره شوې بمبارۍ کې دا تر ټولو زیاته سخته وه.

د روس جنګي الوتکو د شام په حلب ښار کې د یاغیانو د ولقې لاندې علاقه کې د نهې/سه شنبې په ورځ بیا سخته بمباري کړې او د ۲۰ نه زیات کسان پکې وژل شوي دي.

. د شام د حالاتو د څار ادارې (سیرئین ابزرويټري فار هیومن رايټس) ويلي په وروستیو ورځو کې دغلته په ترسره شوې بمبارۍ کې دا تر ټولو زیاته سخته وه.

صدر بشارالاسد تېره اونۍ اعلان کړی ؤ چې فضايي بریدونه به کمولی شي د دې دپاره چې خلک د مخالفه ډلو د ولقې لاندې علاقو څخه بهر شي. ولې یاغیانو دغه وړاندیز رد کړی ؤ.

بل لور ته سرکاري خبري ادارې صنا خبر ورکړی چې د یاغیانو لخوا په حلب کې د حکومت د ولقې لاندې سیمو کې شوې ګوله بارۍ کې لږ ترلږه څلور کسان وژ ل شوي او ۱۴ ژوبل شوي دي.

په شام کې د روس په وسله والو عملیاتو د امریکې په ګډون لویدیځ نیوکې کوي او په خصوصي توګه د اسد حکومت په مخالفینو شوې بمبارۍ کې د عامو خلکو په وژنه په نړیوال کچ سخت ټکونه کيږي. ولې ماسکو وايي هغه د ترهګرو په ګډون داعش په نخښه کوي. د نهې په ورځ د روس صدر ولاديمیر پيوټن راتلونکې اونۍ د پېرس ټاکلې دوره ځنډولې وه.

د فرانس صدر فرانسوا اولاند ویلي ؤ چې په دغه سفر کې به د پیوټن سره یواځې د شام په حالاتو خبرې کوي .

XS
SM
MD
LG