لاس رسیدونکی لینک

سام سنګ د ګلېکسي نوټ ۷ جوړول او خرڅول بند کړي


له دې وړاندې سام سنګ کمپنۍ نزدې ۲۵ لاکه ګلېکسي نوټ سمارټ فونونه بیرته غوښتي وو.

له دې وړاندې سام سنګ کمپنۍ نزدې ۲۵ لاکه ګلېکسي نوټ سمارټ فونونه بیرته غوښتي وو.

د جنوبي کوریا د ټیکنالوجۍ غټې کمپنۍ سام سنګ په ګرده نړۍ کې د سمارټ فون ( ګلېکسي نوټ ۷) خرڅول یا بدلول بند کړي او د دغه سمارټ فون کارؤنکو ته يې د دې د نه کارولو مشوره ورکړې ده.

کمپنۍ د نهې/سه شنبې په ورځ د ګلېکسي نوټ ۷ کارؤنکو ته د دغه موبایل فون بندلو ویلي او زیاته کړې يې ده دغه فون دې واپس کړی شي په بدل کې دې پېسې یا بل فون واخلي.

کمپنۍ په یو بیان کې ویلي ( په وروستیو کې د دغه فون د پېښو رامنځته کېدو په لړ کې د اړونده ادارو سره په ګډه تحقیقات کوي).

په وروستیو کې د کمپنۍ لخوا جوړ شوي دغه موبایل فون د بیټریانو ډزېدو پېښې رامنځته شوي دي. د هغې وروستو کمپنۍ وړومبی اعلان کړی ؤ چې خلک خپلې ګلېکسي نوټ ۷ موبایلې بدلولی شي.

د جنوبي کوریا د دغې غټې کمپنۍ د ونډو په بازار کې شئیرز یا برخو کې د نهې په ورځ نرخونو کې اووه فیصده کمی لیدل شوی دی.

امریکا کې د مصرفؤنکو د تحفظ دپاره کار کوؤنکو چارواکو ویلي دوې په دغه فون کې د خرابۍ مخې ته راتلو پينځه ؤ پېښو پلټنې کوي.

چارواکو د سام سنګ کمپنۍ د تازه پرېکړې هرکلی کړی دی.

له دې وړاندې سام سنګ کمپنۍ نزدې ۲۵ لاکه ګلېکسي نوټ سمارټ فونونه بیرته غوښتي وو.

XS
SM
MD
LG