لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:وسله والو دشيعه مسلمانانو په مزار بريد کړى،١٤ مړه


 تر يوې ګينټې دروانې دنښتې په مهال يو ځانمرګي ځان الوځولى او دوه نور دامنيتي ځواکونو لخوا په ډزو سره وژل شوي دي.
تر يوې ګينټې دروانې دنښتې په مهال يو ځانمرګي ځان الوځولى او دوه نور دامنيتي ځواکونو لخوا په ډزو سره وژل شوي دي.

دافغان پوليسو دريشۍ اغوستو وسله والو دافغانستان پلازمينه کابل کې دشيعه مسلمانانو په يو مزار ځانمرګي بريد او ډزې کړي چې پکې ١٤ کسان وژل شوي او ٣٠ نور ژوبل شوي يد.

تر يوې ګينټې دروانې دنښتې په مهال يو ځانمرګي ځان الوځولى او دوه نور دامنيتي ځواکونو لخوا په ډزو سره وژل شوي دي.

روغتيايي چارواکو پخلى کړى چې وژل شوو او ژوبل شوو کې ١٦ ښځې هم شامل دي کومې چې علاج لپاره هسپتال ته وړل شوي يد.

دافغانستان دکورنو چارو وزارت وايي دنهې په ورځ وسله والو پلازمينه کابل کې ديو جومات ترڅنګ په شيعه زايرينو بريد کړى دى.

دسيمه ييزو طلوع نيوزسټيشن وينا ده چې پوليسو دپېښې دځايې څخه زايرن ژغورلي دي.

دغه بريد دعاشورې دمراسمو په مهال په سخي زيارت ترسره شوى دى.

دکورنو چارو دوزارت مرستيال وياند نجيب الله دانش برطانوي خبري اژانس ته په دې اړه ويلي دي چې بريدګر زيارت ته داخل شوى او په ويرکوونکو يې ډزې کړي دي.

دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ديو راپور ترمخه دعيني شاهدانو وينا ده چې هغوي ديوې چاودنې غږ هم اوريدلى دى،يو عيني شاهد طلوع نيوز ټي وي ته ويلي دي يو بريدګر ځان الوځولى او بل دامنيتي ځواکونو لخوا په ډزو سره وژل شوى.

کابل کې په افغان شيعه اقليت دغه بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې له دې وړاندې په ٢٣مه جولايي هم کابل کې يو بريد کې ٨٤ کسان وژل شوي او ١٣٠ نور ژوبل شوي وؤ، ددغه بريد پړه داعش په غاړه اخستې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG