لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لشکرګاه : امنيتي ځواکونو سره نښته کې ٤٠ طالب جنګيالي وژل شوي


 دننګرهار دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي ددغو عملياتو په اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي دداعش دغه جنګيالي دافغان ځواکونو لخوا دشفق سيلاب په نوم روانو عملياتو کې تير يو شواروز کې وژل شوي يد.
دننګرهار دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي ددغو عملياتو په اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي دداعش دغه جنګيالي دافغان ځواکونو لخوا دشفق سيلاب په نوم روانو عملياتو کې تير يو شواروز کې وژل شوي يد.

افغان چارواکي وايي دجنوبي ولايت هلمند څخه دطالب جنګيالو دويستلو لپاره سيمې ته دنوو عسکرو کومک رسيدلى او نښتو کې ٤٠ طالبان وژل شوي دي.

دکيپټن احمدشکيل په نوم يو عسکري مشر افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي نن لشکرګاه ته څلور سوه نور عسکر رسيدلي دي، سيمې ته نور ټانکونه او نور عسکري سازوسامان منتقل کړى شوى او دتندلاريتوب په ضد دعملياتو لپاره تيارۍ مکمل کړى شوي دي.

دهغه وينا وه چې په باباجي او چاه انجيل سيمو کې سختې نښتې روانې دي، هغه دا هم ويلي دي چې امنيتي ځواکونو ته هم دغو نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې خو دقيقه شميره يې نه ده په ډاګه.طالب وياند قاري يوسف نښتو کې دګڼو عسکرو دوژل کيدو او ژوبل کيدو دعوه کړې ده.

بلخوا دافغانستان جنوبي ولايت هلمند کې تيره ورځ ترسره شوي يو ځانمرګي بريد کې دلسو افغان پوليسو په ګډون ١٤ کسان وژل شوي دي.

دچارواکو وينا ده چې يو ځانمرګي خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک ګاډى دهلمند په سرښار لشکرګاه کې دپوليسو ديو مرکز سره ټکر کړى دى.

دغه ځانمرګي بريد څو ساعته وروستو له هغې شوى چې طالب جنګيالو په لشکرګاه دبيلا بيلو اړخونو څخه بريد کړى.

دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديقي صديقي کابل کې خبريالانو سره دخبرو په مهال پخلى کړى چې طالبانو دهلمند سرښار کې په امنيتي پوستو لويې بريد کړى او سخته جګړه روانه ده، خو هغه هيله څرګنده کړې ده چې افغان ځواکونه به ډير زر طالب جنګيالي په شا وتمبوي.

يو اډيو پيغام کې طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي دګڼو امنيتي پوستو دقبضه کولو وروستو جنګيالي لشکرګاه کې پرمختګ کوي.

هلمند کې سږکال طالبانو زياتې سيمې تر خپل واک لاندې راوستي او باور کيږي چې افغان حکومت دولايت يواځې په دوو ولسواليو کوټلى واک لري.

طالبانو په لشکرګاه دغه بريد په داسې حال کې کړى چې دخالي په ورځ افغانستان کې دميشتو ناټو ځواکونو امريکايي کمانډر جنرال نکلسن ددغه ښار ناڅاپي دوره وکړه، جنرال نکلسن لشکرګاه کې قبايلو ته دوينا په مهال باور ورکړى و چې افغان او نړيوال ځواکونه به لشکرګاه دطالبانو لاسونو ته پريښودو ته نه ورکوي.

له دې وړاندې چارواکو ويلي وو دافغانستان دننګرهار ولايت په هسکه مينه او اچين ولسواليو کې ترسره شوو هوايي اؤ ځمکنو عملياتو کې دتندروه ډلې داعش ١٨ جنګيالي وژل شوي دي.

دننګرهار دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي ددغو عملياتو په اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي دداعش دغه جنګيالي دافغان ځواکونو لخوا دشفق سيلاب په نوم روانو عملياتو کې تير يو شواروز کې وژل شوي يد.

هغه ويلي دي چې داچين بڼدار سيمه کې دداعش ١٢ جنګيالي وژل شوي او شپږ نور دهسکه مينې په شيکانو کې وژل شوي دي، وژل شوو چې دداعش يو کمانډر عثمان هم شامل دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG