لاس رسیدونکی لینک

د ډان ورځپاڼې خبریال نوم په اي سي اېل کې اچول شوی


تيره ورځ د وزیراعظم  نوازشریف او پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف او نورو چارواکو سره په یوه لیدنه کې دغه خبر د حقایقو برعکس او په خپرېدو یې اندېښنه څرګند کړی شوې وه .

تيره ورځ د وزیراعظم  نوازشریف او پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف او نورو چارواکو سره په یوه لیدنه کې دغه خبر د حقایقو برعکس او په خپرېدو یې اندېښنه څرګند کړی شوې وه .

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې وتلې ورځپاڼې ډان د خبریال سرل المایډا نوم په ایګزټ کنټرول لسټ (اي سي اېل) کې اچول شوی دی ، د خبریال نوم د وزیراعظم نوازشریف او د ملک د استخباراتي ادارې د مشر د یوې پټې ليدنې د خبر خپرولو وروستو شامل کړی شوی دی .

اي سي اېل کې شاملو کسانو باندې د هېواد څخه بهر تلو باندې بندېز وي .

د ډان خبریال په ټویټر باندې خپله لیکلي چې ( ماته ویل شوي، خبر کړی شوی یم او ښودل شوي دي راته چې نوم دې په اي سي اېل کې اچول شوی دی) .

یو بل ټويټ کې هغه ویلي چرته د تلو اراده نه لري او پاکستان یې کور دی .

ډان ورځپاڼې په دغه اړوند نن یو لنډ خبر خپور کړی او ویلي يې دي په سمدستي ډول دا نه ده معلومه شوې چې د خبریال نوم يې په اي سي اېل کې ولې اچول شوې ولې باور کیږي چې حکومت د یو خبر خپرولو په سر د هغه په تګ بندېز لګولی دی .

پینځه ورځې وړاندې د ۶م اکتوبر د ډان ورځپاڼه کې (سِول چارواکو پوځ ته ویلي، تُندلارو په ضدګام یا په نړیوال کچ یواځې والی) د عنوان لاندې د سرل المايډا خبر خپور شوی ؤ .

تېره اونۍ د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ د ملي امنیت د کمېټۍ ترسره شوې غونډې په اړه ډان ورځپاڼې دغه خبر خپور کړی ؤ چې پکې ویل شوي ؤ، د ملک سیاسي مشرتابه پوځي چارواکو ته ویلي چې د غېر ریاستي خلکو په ضد بې د څه توپیره عملیات پکار دي ګنې پاکستان په نړیوال کچ یواځې کېدی شي .

د وزیراعظم د دفتر لخوا دغه خبر جعلي ګرځول شوی او تيره ورځ د وزیراعظم نوازشریف او پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف او نورو چارواکو سره په یوه لیدنه کې دغه خبر د حقایقو برعکس او په خپرېدو یې اندېښنه څرګند کړی شوې وه .

د سرل المایډا نوم په اي سي اېل کې د اچول کېدو د خبر مخې ته راتلو وروستو خبریالانو او عامو خلکو په ټویټر د هغه سره د اودرېدو ژمنه کړې ده .

نجم سیټهي ویلي رسنۍ دې د سرل او ډان سره اودرېږي .

ذاهد حسېن ویلي د خبر په خپرېدو په سرل باندې سفري بندېز لګول د شرم خبره ده

د ګل په ورځ د پاکستان وزیراعظم نوازشریف تېره اونۍ د ملي امنیت د کمیټۍ د غونډې په اړه خپور شوی د ډان ورځپاڼې دغه خبر یو ځل بیا د حقایقو برعکس بللی او ویلي يې دي زمه وار به یې په ګوته کولی او پر ضد به یې ګام پورته کولی شي .

ډان ورځپاڼې نن د نهې/ سه شنبې په ورځ لیکلي چې د وزیراعظم د دفتر لخوا دا درېم بیان دی چې د ۶م اکتوبر د خبر په اړه جاري کولی شي .

ورځپاڼې لیکلي ( د وزیراعظم دفتر چې کوم خبر ته جعلي ویلي، ډان د دې پخلی کړی او ټول حقايق يې معلوم کړی شوي وو، او په دغه غونډه کې یو چارواکي د دغو خبرو پخلی هم کړی ؤ کوم خبر چې ډان خپور کړی ؤ) .

ورځپاڼې زیاته کړه منتخب حکومت او ریاستي ادارې دې د رسنیو هدف جوړلو او د ملک تر ټولو باوري ورځپاڼې نه دې د ناوړه کمپاین د لارې د قربانۍ ګډوري نه جوړوي . (ايډيټرډان)

د ګل په ورځ وزیراعظم په دغه خبر نوټس اخستی او ویلي یې دي چې د دې زمه وار دې په ګوته کړی شي او پرضد دې يې ګام پورته کړی شي . خو بیان کې دا نه دي ويل شوي چې زمه وار د دغه خبر سرچينه یا خبریال ته ویل شوي دي .

XS
SM
MD
LG