لاس رسیدونکی لینک

کابل :دوسله والو بريد کې وتلى افغان خبريال ژوبل شوى


 کابل کې دافغانستان ټايمز ورځپاڼې په صحافي عبدالصبور سرير دکابل زياته خوندي سيمه کې بريد شوى دى.

کابل کې دافغانستان ټايمز ورځپاڼې په صحافي عبدالصبور سرير دکابل زياته خوندي سيمه کې بريد شوى دى.

نامعلومو وسله والو افغانستان کې ديوې وتلې ورځپاڼې په مشر بريد کړى او هغه يې ژوبل کړى، افغانستان کې اکثره مهال خبريالان تر تشدد لاندې راوستل کيږي او ورته ګواښونه کيږي.

کابل کې دافغانستان ټايمز ورځپاڼې په صحافي عبدالصبور سرير دکابل زياته خوندي سيمه کې بريد شوى دى.

دورځپاڼې ترمخه دريوو وسله والو په خواجه بُغرا سيمه کې دهغه ګاډى په داسې حال کې نيولى چې هغه ددفتر څخه کور ته راستنيدو، هغوي ګاډى، دسرير ليپ ټاپ او سيل فونونه دځان سره وړي او هغه يې ژوبل کړى دى.

انډيپينډنټ افغانستان جرنلسټس سنټر( اى ايف جى سي) په ادارې، چې په جګړه ځپلي هيواد کې دخبريالانو او ميډيا دکارکوونکو دحقونو دفاع کوي، دګل په ورځ په صحافي دشوي ددغه تشدد غندنه کړې.

دميډيا دغه څارونکې ادارې په حکومت غږ کړى چې دمشکوکو کسانو دمخونو راڅرګندولو په غرض دې په خبريال دشوي بريد پلټنې پيل او سمدستي ګامونه واخلي.

ددغه بريدذمه واري تر دې مهاله چا نه ده قبوله کړې.

داى ايف جى سي دبيان ترمخه پوليسو ددغه بريد پلټنې پيل کړي خو دا لمړى ځل نه دى چې سرير تر بريد لاندې راغلى،هغه ته پرله پسې دبيلا بيلو ډلو لخوا سختو نتيجو سره دمخ کيدو دړکې شوې وې.

بيان کې ويل شوي دي چې دکومو ډلو لخوا هغه ته دړکې شوي هغې کې طالبان او داعش هم شامل دي

افغانستان کې دميډيا په ضد ترټولو خونړى بريد دجنورۍ مياشت کې کابل کې هاغه مهال ترسره شوى و کله چې په يو وړوکي بس طالبانو ځانمرګي بريد ترسره کړى و، دغه بريد کې دطلوع نيوز عمل وړل کيده، چې پکې ددغه ادارې اووه ملازمان وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG