لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ کې ددوو کسانو مړي موندل شوي


 دوژلى شوو کسانو مړي پوسټ مارټم لپاره دصوابۍ ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال ته رسول شوي دي. پوليس وايي چې دپېښې په اړه يې دنامعلومو کسانو په ضد مقدمه درج کړې او پلټنې يې پيل کړي دي.
دوژلى شوو کسانو مړي پوسټ مارټم لپاره دصوابۍ ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال ته رسول شوي دي. پوليس وايي چې دپېښې په اړه يې دنامعلومو کسانو په ضد مقدمه درج کړې او پلټنې يې پيل کړي دي.

دپاکستان دخېبرپښتونخوا صوابۍ سيمه کې ددوؤ کسانو مړي موندل شوي دي.

دسرچينو وينا ده چې دصوابۍ دسټي تاڼې حدودو کې دميرا ګجوخان سيمه کې ترلاسه شوي مړي دکړه وړه څخه افغان وګړي معلوميږي او دهغوي عمرونه ٢٩ او ٤١ کاله دي.دسرچينو ترمخه وژلى شوو کسانو کې يو په ډزو او يو په تيرې آلې سره وژل شوى دى.

دوژلى شوو کسانو مړي پوسټ مارټم لپاره دصوابۍ ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال ته رسول شوي دي. پوليس وايي چې دپېښې په اړه يې دنامعلومو کسانو په ضد مقدمه درج کړې او پلټنې يې پيل کړي دي.

دخېبرپښتونخوا بيلا بيلو سيمو کې له دې وړاندې هم دنامعلومو کسانو مړي ترلاسه شوي په کومو چې دبشري حقونو دډلو لخوا دانديښنې څرګندونه شوې، ددغسې مړو دترلاسه کيدو څخه وروستو دپوليسو لخوا دپلټنو دپيل کولو دعوې خو کولى شي خو تر دې مهاله دمړو دموندل کيدو کومه پېښه منطقي انجام ته نه ده رسول شوې.

څو ورځې وړاندې خېبرپښتونخوا ډيره اسماعيل خان سيمه کې هم دڅلورو کسانو مړي موندل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG