لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنګله دېش امنيتي ځواکونو ۱۱ مشکوک ترهه ګر وژلي


د جولايۍ په مياشت کې د ډهاکه په يو رېسټورنټ بريد کې د ۱۷ بهر ملکيانو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي وو .
د جولايۍ په مياشت کې د ډهاکه په يو رېسټورنټ بريد کې د ۱۷ بهر ملکيانو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي وو .

په بنګله دېش کې د ترهګرو پرضد روانو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ۱۱ مشکوک ترهه ګر وژلي دي.

د خالي په ورځ د بنګله دېش د کورنيو چارو وزير اسد الزمان خان ويلي دغه وژل شوي کسان د لاقانونه ګرځول شوي تنظيم جماعت المجاهدين غړي وو چا چې د جولايۍ په مياشت کې د ډهاکه په يو رېسټورنټ بريد کړی وو چې پکې د ۱۷ بهر ملکيانو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي وو .

چارواکي وايي چې د استخباراتي معلوماتو په اساس يې د سر ښار ډهاکه په خواوشا سيمو کې دغه عمليات تر سره کړي دي .

اسد الزمان ويلي " دوي ته يي د وسلې غورځولو وويل خو هغوي ډزې شروع کړې او د امنيتي ځواکونو په ځوابي کاروايۍ کې ووژل شو" .

نوموړي زياته کړې چې د دوي د ولقې نه هغۀ پېسې هم ترلاسه شوي کومې چې دوي په غلا ګانو کې راجمع کړې وې .

د بنګله دېش د بيړني عملياتو د ځواکونو وياند محمد خان وويل چې وسله ،کارتوس او نور جنګي اوزار يې هم دغه ځای نه ترلاسه کړي دي .

د ذکر ده چې د بنګله ديش د رېسټورنټ د بريد وروستو پوليسو تر ۳۰ پورې مشکوک ترهه ګر وژلي چې پکې د دغه حملې پلان جوړوونکی دېرش کلن تميم حېدر چوهدري هم شامل وو .

تميم حېدر په بنګله دېش کې پيدا شوی وو او د کېنېډا تبعيت يې درلود .

په رېسټورنټ شوي د دغه بريد ذمه واري اسلامي دولت (داعش) منلې وه خو د بنګله دېش دولتي چارواکي وايي چې داعش په بنګله دېش کې شتون نه لري او دغه بريد جماعت المجاهدين کړی وو .

په کال ۲۰۰۷م کې دجماعت المجا هدين ځيني مشران سزا شوي هم وو ولې راپورونه وايي اوس دغه تنظيم ته د پوهنتون او کالجونو تعليم يافته ځوانان راغلي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG