لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغلان: د افغان پوځ هیلي کاپټر راغورځېدو پېښه کې اووه عسکر وژل شوي


 یو بل هیلي کاپټر هم له راغورځېدلي هیلي کاپټر سره په عملیاتو کې برخه اخسته .
یو بل هیلي کاپټر هم له راغورځېدلي هیلي کاپټر سره په عملیاتو کې برخه اخسته .

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په یو بیان کې ویلي، نن د یکشنبې/ اتوار په سهار څلور بجې یې د هوايي ځواکونو هیلي کاپټر د بغلان ولایت په قرغان تیپه سیمه کې هغه مهال راپریوتی ، چې افغان ځواکونو ته په اکمالاتو یا سپلایۍ کولو بوخت ؤ .

د دفاع د وزارت ویاند ویلي، چې په دې پېښه کې د هیلي کاپټر څلور تنه عمله او د ملي اردو درې سرتیري وژل شوي دي .

جنرال وزیري وايي، چې یو بل هیلي کاپټر هم له راغورځېدلي هیلي کاپټر سره په عملیاتو کې برخه اخسته .

طالبانو ادعا کړې چې دا هیلي کاپټر د دغې ډلې وسله‌ والو راغورځولی دی .

طالبان یو بیان کې ویلي دغه هیلي کاپټر چې د قرغان تیپه په سیمه کې افغان ځواکونو ته اکمالات رسول او ویشتل شوی دی ، د ځواکونو په دغه مرکز کې د افغان پوځ خواوشا ۲۰۰ پولیس له نزدې اوه ورځو راهسې دوې ګېر کړي دي .

د افغانستان د دفاع وزارت د طالبانو له خوا د هیلي کاپټر د رانسکورولو ادعا په کلکه رد کړې او ویلي دي ، چې هیلي کاپټر د تخنیکي عوارضو له امله په هوا کې اور اخیستی او رانسکور شوی دی .

بل لور ته د ننګرهار د ولایتي چارواکو په وینا د دغه ولایت د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د عملیاتو په مهال د اسلامي دولت یا داعش ډلې ۳۱ وسله وال وژل شوي دي .

چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تيرې ورځې راهسې د هسکې مېنې ولسوالۍ په هارون بابا سیمه کې دغه عملیات شوي او د داعش ۳۱ جنګالي پکې وژل شوي دي .

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د نازیانو په ولسوالۍ کې یې هم ځواکونو د عملیاتو پر مهال د داعش درې نور وسله وال وژلي دي .

په تازه عملیاتو کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوختې او په سیمه کې دغه عملیات د تیرو څلورو ورځو راهسې پېل کړی شوي دي .

داعش ډلې په دغه اړه تراوسه څه نه دي ویلي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG