لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یمن کې په جنازه هوايي برید د ۱۴۰ نه زیات کسان وژلي


د خالي په ورځ چې په کومه جنازه برید شوی د هغې ځاې نه لا کره معلومات هم مخې ته نه دي راغلي چې څومره زیان اوړېدلی دی .
د خالي په ورځ چې په کومه جنازه برید شوی د هغې ځاې نه لا کره معلومات هم مخې ته نه دي راغلي چې څومره زیان اوړېدلی دی .

د صدر اوباما انتظاميې د خالي په ورځ ویلي د یمن په جګړه کې د سعودي عرب په مشرۍ اتحاد سره ملاتړ کولو ته بیا کتنه کوي ، دا په داسې حال کې چې د یمن په پلازمینه صنعا کې په یوه جنازه هوايي برید کې ۱۴۰ کسان ژول شوي او د ۵۰۰ نه زیات نور ژوبل شوي دي .

یو بیان کې د ملي امنیت د شورا ویاند نیډپرایس جنازه باندې شوي هوايي برید باندې د خفګان څرګندونه کړې او ویلي دی داسې ښکاري چې يمن کې به ولسي وګړو باندې دا بریدونه روان وي .

پرایس ویلي د سعودي عرب سره د امریکا امنیتي مرستې خالي چيک نه دی او د سعودي په مشرۍ د یمن عملیاتو کې امریکا د وې ملاتړ ډېر کم کړی دی .

د خالي په ورځ چې په کومه جنازه برید شوی د هغې ځاې نه لا کره معلومات هم مخې ته نه دي راغلي چې څومره زیان اوړېدلی دی .

راپورونه وايي په دغه برید کې د یو نه زیاتې مېزايلې ویشتل شوي او د کال ۲۰۱۵م د مارچ د میاشتې نه په یمن کې پېل کړی شوؤ د سعودي عرب په هوايي بریدونو کې تر ټولو خونړی برید ؤ .

سعودي عرب په دغه پېښه کې د لاس لرلو خبره رد کړې او یو ځايي راپور کې ویل شوي چې دا ځانمرګی برید ؤ .

یمن کې د ملګرو ملتونو رابطه کار ویلي په دغه برید کې د ۵۰۰ نه زیات کسان ژوبل شوي دي . دغه جنازه چې په هدف شوې وه دا ایراني ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو حکومت د داخله وزیر جلال الرویشان د پلار وه .

د سعودي عرب په مشرۍ د سيمې سُني هېوادونه د یمني صدر عبدالربو منصور هادي د حکومت د مرستې په توګه حوثي یاغیانو باندې بریدونه کوي .

د ملګرو ملتونو د شمېرې ترمخه د اتحادي ځواکونو په بریدونو کې د ۴۰۰۰ نه زیات خلک وژل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG