د امریکې د بهرنو چارو وزیر جان کېري ویلي په شام کې د هوايي بریدونو د لارې د عامو خلکو په نخښه کولو د جنګي جرمونو په اړوند دې د دمشق او ماسکو نه پلټنې وشي .
کېري دغه غوښتنه د جمعې په ورځ د واشنګټن په سفر د فرانس د بهرنو چارو وزیر ژان مارک ارولت سره د ليدو په وخت کړې ده .
د جمعې په شپه شام کې په یو روغتون برید شوی ؤ چې پکې ۲۰ کسان وژل شوي او د ۱۰۰ نه زیات ژوبل شوي وو، جان کېري ویلي په ملک کې د تشدد په پېښو کې د زیاتوالي په اړوند دې زمه واران د قانون منګولو ته راوستی شي .
کېري ویلي (تش وضاحت نه دی پوره، د روس او شام حکومتونو ته به په روغتونونو، او طبي تاسییساتو، ښځو او ماشومانو باندې د بریدونو کولو ځواب ورکول وي).
هغه زیاته کړې ( د دغه ډول عملیات کوؤنکي ملکونه دې د جنګي جرمونو په اړوند د اړینو پلټنو د عمل څخه تیر کړی شي) .
تیره میاشت د کېري او روسي خارجه وزیر سرګۍ لاروف ترمنځ د تړون ترمخه په شام کې د ترهګرۍ د مخنیوي نوی اتحاد جوړول ؤ ، که چرته د یوې اونۍ پورې اوربند کېدی، چې اغېزمنو سیمو ته امداد رسول شوی وی، ولې په دغو شرطونو کې یو هم پوره نه شو او هوايي بریدونه روان ؤ .
کېري د روانې اونۍ په سر کې روس سره د پوځي همکارۍ باندې د خبرو ختمولو اعلان کړی ؤ .
کېري ویلی دا اوس اتفاقي خبره نه ده پاتې ، د نوموړي په وینا ( په ښاري ابادۍ کې ویره خورول دا د هغه تګ لارې برخه ده، او څوک هم وژل، او چې څوک د هغه د فاع په لار کې خنډ جوړیږي د هغه د مخې نه لرې کول د تګ لارې برخه ده) .
په کال ۲۰۱۱م کې شام کې پېل شوې جګړه کې تراوسه پورې پينځه لاکه خلک وژل شوي دي .
د شام دپاره د ملګرو ملتون ځانګړي استازي اسټیفن ډي مستورا د زیارت په ورځ ویلي ختيځ ښار حلب به د روان کال پای پورې ( په بشپړ ډول ویجاړ) شي که چرته په ښار دغه ډول عملیات روان ؤ) .
د روس د دفاع وزارت ویاند مېجر جنرال اګورناشنکوف خبریالانو ته ویلي چې د شام د حکومت په لاس کې کومې علاقې دي د هغې په ضد هوايي یا میزایل بریدونه په شام کې د موجود روسي پوځي سرتیرو دپاره د څرګندې خطرې سبب ګڼلی شي .